شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: په افغانستان کې ۱۸ميليون تنه بشري مرستو ته اړتيا لري

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۱۸ميليون تنه بشري مرستو ته اړتيا لري

تاند (چهارشنبه د اسد ۶) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبرا لاينز وايي چې  افغانستان کې اتلس ميليون تنه په جدي توګه بشري مرستو ته اړتيا لړي. مېرمن ډېبرا لاينز پر حکومت غږ کړی ددغو خلکو پر ستونزو غور په خپلو لومړيتوبونو کې راولي.

ملګروملتوتود نړۍ له نورو هېوادونو هم غوښتي دي له افغانستان سره د بشري وضعيت د ښه کیدو په برخه کې مرسته وکړي.مېرمن ډېبرا لاينز وايي چې ملګري ملتونه به د يوه ملکي سازمان په توګه د افغانستان ترڅنګ پاتې کيږي او له اړمنو افغانانو سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

ملګري ملتونه دغه راز وايي چې نړيوال مرستندويان له استبدادي او داسې حکومته ملاتړ نه کوي چې ښځې پکې و ځپل شي، نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه ونه لري او د لږکيو پر وړاندې توپيري چلند وکړي.

ملګرو ملتونه ټينګار کوي چې د افغانستان کشاله يوازې د جدي او صادقانه مذاکراتو له لارې حل کيدلای شي، دغه سازمان طالبانو ته خبرداری ورکوي چې که په سولې بهير کې پرمختګ ته چمتو نه شي او د بشري حقونو د‌ نقض مخه ونه نيسي، د نړېوالې ټولنې د شريکانو په سترګه به ورته ونه ګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب