تاند (پنجشنبه د اسد ۷) د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ماریس پېن له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره په یوه تلیفوني مکالمه کې د افغانستان پر روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.
موریس په خپلو خبرو کې په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی دی او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو له لوري، د ملکيانو، ښځو، ماشومانو او بې دفاع وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو نه دی.
د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې هغې زیاته کړه چې طالبانو د سولې لپاره له نړیوالې ټولنې سره ژمنې کړې دي او باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
په دې مکالمه کې همدا راز د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او تر څنګ یې په کابل کې د استرالیا پر دایمي ډپلوماتیک حضور هم خبرې شوي.
د بهرنیو چاروو وزارت وايي په ې ټلیفوني مکالمه کې همدا راز په افغانستان کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو پر جنګي جنایتونو او ددغه جنایتونو د پلټنې په اړه هم خبرې وشوې او استرالیا ددې قضیو د څېړلو په برخه کې د ځينو پرمختګونو خبر ورکړ.