سه شنبه, مې 7, 2024
Home+لندن او د (یادونه ـ پرهرونه) مخکتنه

لندن او د (یادونه ـ پرهرونه) مخکتنه

افضل ټکور

دجولای په ۲۷ مازیګر پر شپږ بجوپه لندن کی د کیسه ليکوال عبدالوکيل سوله مل د نوې داستاني ټولګې (يادونه ـ پرهرونه) د مخکتنی غونډه جوړه شوی وه. غونډه د ښه شاعر او ليکوال نضیف الله تکل صاحب له خوا په مخ وړل کيدله. په لومړی سرکې د غونډې پرمخ بیونکي د غونډی برخوالو ته ښه راغلاست ووایه او د داسې ادبي غونډو په ارزښت ېې په لنډو وویل:

 د دی غونډی ارزښت په دی کی هم دی چی موږ او تاسی له اوږده ځنډه څه لپاسه یو نيم کال وروسته سره راغونډيږو، او دا ټول دګران ليکوال سوله مل صاحب برکت دی.

د غونډی لومړنې ويناوال دپښتو ژبی نامتو څیړونکی اوکيسه ليکوال اکبر کر ګر و. هغه د سوله مل د دغه اثر او کيسو په اړه مفصله او هراړخيزه وينا واوروله.کرګر صاحب وويل:

ـ د سوله مل صاحب دغه يادونه او ټپونه يوډول سنتی اوټولنيزټپونه دی .د سوله مل په کيسوکی ټول زاړه ارزښتونه او سنتونه له منځه ځی او نوی په کی راټوکيږی.

له کرګر صاحب وروسته د غونډی بل ويناوال کيسه لیکوونکی سليم حيات و، چی دريځ ته راوبلل شو.هغه دسوله مل دکیسوپه اړه لنډی خبری وکړی ،وی ویل:

ـ يادونه او پرهرونه دګران سوله مل دلنډوکيسو ټولکه ده چی ټولی ديارلس کيسی لری ـ او زموږ د ټولنی د هغو کردارونو کيسی کوی چی په تورو مخونو یې سپین نقابونه اچولی دی خو ليکوال هغوی ته هینداره ايښی چی هر ملالنډی او کرغيړن مفتی په کی خپل تورمخ ووينی. دسوله مل د کیسو يوه ښه ځانګړنه داده چی دی کيسی په ډير ښه زمان او مکان کی وړاندی کوی، زموږ د پښتو په ډیرو کيسو کی د زمان او مکان انځور نه وی او يا ډیر کمزوری وی کيسه په هوا کی روانه وی.

له محترم سلیم حيات وروسته ښاغلي نوید محسنی دسوله مل د کار او زيار يادونه او ستاينه وکړه او هغه ته يی د نوی داستانی ټولګی مبارکی ورکړه.

له محسنی صاحب وروسته پلوشه جانی لطیف دسوله مل ددغی داستانی ټولګی او دسوله مل صاحب د کيسويادوونه او ستاينه وکړه.

له پلوشه جانې وروسته راقم الحروف ته وار ورسيده. هغه وويل:

 ـ دسوله مل صاحب کيسی خوږی ساده او روانی دی دغه ساده توب هنر دی لکه ارواښادحمزه شينواری چې وايی:

حمزه هرڅو که اينه ده لطافت د غزل  ـ  ستا به هنر د غزل دا وی چی ساده کړی ژبه

دلته ګورو چی ساده توب په ادبی اثاروکی هنر دی اوپه دغه هنر کی سوله مل صاحب له هر چا نه مخکی دی،دنړی دزياتروادبی شهکارونو يوه ځانګړتيا همدغه ساده توب دی.

بل کوم ټګی چی دسوله مل صاحب په وروستيو کيسو کی ډير په زړه پوری دی هغه د روانې نړیوالې وبا ((کرونا)) په اړه کيسی دی چی سوله مل صاحب ليکلی دی .د (کورني بندی) په نوم کيسه يی ښه بيلګه بللی شو، د فورم له مخی هم د سوله مل صاحب کيسی لنډی او په زړه پوری دی اولوستونکی کولی شی هغه په شوق او مينه ولولي .زما په اند چی داجمل پسرلي ،ايمل پسرلي اونور سعيد نه وروسته دسوله مل صاحب کيسی  لنډی دی.

دا ډول د تيليفون په ليکه له اکسفورډ ښاره زموږ د هيواد نامتو ژبپوه ډاکټر صاحب مجاوراحمد زيار هم لنډی خبری وکړی. هغه وويل:

ـ سوله مل صاحب نه يوازی زموږپه هيواد کې يو اشنا اوپيژندل شوی نوم دی بلکی د سیمې په هيوادونوکی هغه د پوره شهرت خاوند دی.

د دغی درني غونډی وروستی ويناوال پخپله د غونډې پرمخ بيونکی نظیف الله تکل صاحب و. هغه د ښاغلی سوله مل صاحب د (یادونه پرهرونه ) په نوم د کيسی په څانګړتيا او کرکټرونو باندی پوره رڼا واچوله او سوله مل صاحب ته ېې د دغی داستانی ټولګی د خپريدو مبارکی وويله.

د غونډی په پای کی ښاغلی سوله مل دغونډې له ټولو برخوالو او ويناوالو نه مننه وکړه او د خپل کار او کيسو په اړه يی لنډی خبرې وکړې.

2 COMMENTS

  1. په بشری جغرافیا کی د نولسمی او شلمی او یوویشتمی پېړۍ تر ټولو جادوئی او ډراماټیک او شیطانی ښار همدغه د ” لندن ” ښار دئ.
    د ظاهرشاهی د تاریاکی دورې څخه نیولې د طالب تر غمزه ای دورې پوری د ټولو ایډیولوژیکی ماتو سوو څېرو د تجمع مرکز همدا لندن دئ، اصلاً زموږ د پوې روانی پېړۍ د ټولو بدمرغیو( د نادر جان د نصب څخه نیولې د ملا عُمر تر نصب پوری او په اوسنی نظام کی د ټولو پلیدو نفوذی څیرو تر نصب پوری حتی د ثور د اوومی او اتمی او جدی د شپږمی د ویرانوونکې سناریو پوری ) د لندن د استعماری سیاستونو او خیانتونو محصول دئ.
    نو
    ګوستأخی معاف
    په پورته عکس کی د ناستو ټولو کسانو افکار او عقائد او بیانونه می تر سترګو ډیر بد ایسی البته د بی بی سی د خبیثی او شیطانی رسنۍ د ټولو کارکوونکو په ګډون.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب