یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهله لویدیځه ګیله، عمران خان وایي د افغانستان لپاره د درناوي پر...

له لویدیځه ګیله، عمران خان وایي د افغانستان لپاره د درناوي پر ځای ملامت یې ګڼي

تاند:( سې شنبه ، د قوس درويشتمه)‏‏‏‏ د پاکستان صدراعظم عمران خان پر امریکا او لویدیځ تور پورې کړی، چې په افغانستان کې د خپلو تېروتنو ملامتي پر پاکستان اچوي.

نوموړي په لاهور کې یوه کنفرانس ته د وینا پر مهال ویلي، چې امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې ګڼې تېروتنې کړي، چې اوس یې پړه پر پاکستان اچوي او دوه ګونې لوبه کوي.

هغه نه ده روښانه کړې، چې د امریکا او متحدینو دغه ادعا شوې تېروتنې یې په افغانستان کې کومې وې؟

عمران خان له نور وضاحت پرته دا هم ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې قربانۍ ورکړي او د ملامت ګڼلو پر ځای یې درناوی باید وشي.

پاکستان صدراعظم دغه راز، د افغانستان په جګړه کې ځان د لویدیځ متحد ګڼلی او ادعا لري، چې د میلیونونه افغان کډوالو پر کوربه توب علاوه یې ۸۰ زره کسان هم د ترهګرۍ خلاف جنګ کې وژل شوي دي.

شنونکي بیا باور لري، چې دوه ګونې لوبه لویدیځ نه، بلکې پاکستان کړې ده، ځکه له یوه لوري یې ځان د لویدیځ متحد باله او په دې نوم یې میلیاردونه ډالره مرستې او نور امتیازات ورڅخه اخیستل او بل لور ته یې د طالبانو د ډلې د بیا پياوړي کولو او اوس واک ته رسولو سره افغانستان او نړۍ ته د ترهګرۍ د پياوړتیا له کبله سخت ګواښونه رامنځته کړل.

ګومان کیږي، چې په دې ډول خبرو عمران خان ځان د طالبانو د واک ته رسولو له اړخه د افغانستان د بشري او اقتصادي ناورین، نظام ړنګولو او نورو بدمرغیو له ملامتۍ څخه خلاصول غواړي.

2 COMMENTS

  1. وای وای خنزيره بوينه ټغنه حرامي پنجابيه ! په تاسي اصلي جهاد رواد. تف لعنت په تا او ستا په مرتد طالب. لعنت په موزي طالب سي افغانستان يې ستا سوبه وګرزول لعنت په دغه لوطي اسلام. ?

  2. که عمران خان رښتیا وایی چې اتیا زره کسان یې په جنګ کې وژل شوي دي ، دا به هغه کسان وي چې د نړیوال ائتلاف او افغان ملي اردو ځواکونو پرخلاف جنګېدلي دي . البته پنجاب مستقیما له نړیوالو ځواکونو سره یوځای په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد برخه نده اخیستې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب