پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: ۷ میاشتو کې د افغانستان او هند سوداګري ۵۲۵ میلیونه ډالرو...

مسوولان: ۷ میاشتو کې د افغانستان او هند سوداګري ۵۲۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلې

تاند (یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۲مه) د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په تېرو اوو مياشتو کې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر ۵۲۵ ميليونه ډالرو رسېدلې ده.

د ياد وزارت وياند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، له دې اندازې ۳۷۹ ميليونه ډالره صادرات دي.

په صادراتو کې ډېره برخه وچه مېوه؛ وچ انځر، زعفران، اينجه او تخم‌يې، مميز، شنه زيره، پسته او بادام شامل دي.

د جواد په وينا، له هنده افغانستان ته وارد شوي مواد طبي توکي، صنعتي خام توکي، د کتان مساجات، د موټرو پرزې، ماشين‌الات او بېلابېلې جامي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند زياته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختيا کار روان دی او تمه ده، دا اندازه نوره هم لوړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...