تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲ مه) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مذاکراتو او په دوحه کې د افغان سولې د بهیر پرتله ناسمه وبلله.
خلیلزاد په خپله ایکسپاڼه (X) کې لیکلي چې د دواړو شخړو شرایط له اصله یو له بل سره توپیر لري. هغه لیکلي:
“د اوکراین خلاف، په افغانستان کې جګړه د امریکا جګړه وه؛ امریکايي سرتېري له طالبانو سره په جګړه کې وژل کېدل. له همدې امله، د امریکا او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره ضروري وې. خو دا یوازینی اړخ نه و. دا خبره بېبنسټه ده چې ګواکې د افغانستان حکومت له بهیر څخه ایستل شوی و.”
هغه ټینګار وکړ چې د اوکراین وضعیت له افغانستان سره هېڅ ورته والی نه لري.
خلیلزاد وویل:
“د افغانستان قضیې د امریکا د شل کلنې جګړې له پای ته رسېدو سره تړاو درلود، خو د اوکراین په قضیه کې ټول جنګ خپله اوکراینیان کوي. هېڅ ډول پرتله ممکنه نه ده.”
هغه همداراز ادعا وکړه چې د افغانستان پخواني جمهوري دولت په دې خاطر سقوط وکړ چې د هغه ځواکونو جګړه پرېښوده او د نظام مشران له هېواده ووتل.
د خلیلزاد څرګندونې دا روښانه کوي چې د دواړو شخړو سیاسي او پوځي شرایط جلا او بېلابېل دي، او د هغه په وینا، د افغانستان تجربې نه شي کېدای چې پر اوکراین په مستقیم ډول تطبیق شي.
د خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ په قطر کې د اوږدو خبرو په پای کې د افغانستان جمهوري دولت وپرزېد او امریکايی پوځیان له افغانستانه ووتل.
د امریکا حکومت له روسیې سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو لپاره خپل وړاندیزونه د یوې مسودې په چوکاټ کې برابر کړي دي.
د دې مسودې د افشا شویو برخو پر اساس، اوکراین به خپله شل سلنه خاوره روسیې ته پرېږدي، اوکراین به په ناټو کې نه شاملېږي او د پوځ شمېر به یې کمېږي چې په اینده کې هم روسیې ته ګواښ نه وي.
ټاکل شوې ده چې د اروپا د درو هیوادونو: بریتانیا، فرانسې او جرمني د ملي امنیت سلاکاران نن (یکشنبې) د سویس په جینیوا کې له امریکايي چارواکو سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن پر وړاندیزي مسوده خبرې وکړي.
معامله ګر
مقایسه ای تان مبهم است من اګر جای تو میبودم هرګز به محضر عام حاضر نمی شدم
اما در مقایسه با ملت هایی مانند افغانستان و عراق، طبېتې است که جنگ اوکراین کاملا فرق می کند و در ترازوی متفاوت قرار می گیرد؛ زیرا جنگ اوکراین، گسل های فاشیزم مدرن غرب را به حرکت درمی آورد و پرده از نقاب دروغین دموکراسی برمی دارد. آنجا همه اروپا و امریکا وظیفه دارند که در برابر تهاجم روسیه بایستند؛ زیرا سرزمینی اروپایی و متمدن، آماج تجاوز نظامی قرار گرفته و این به یک معنا حمله به فرهنگ و تمدن و سرزمین و نژاد اروپا و غرب به حساب می آید.
اما
در افغانستان فقیر و عراق بی سیاست اما نظامیان اشغالگر غرب وحشی، غیرنظامیان بی دفاع را بی سبب می کشتند، آنها را از صخره ها به زیر می افکندند، شبانه وارد حریم خانه های مردم می شدند، بر مراسم عروسی مردم بمب می ریختند، قریه ها و شهرها را دیوانه وار بمباران می کردند، زندانیان بی گناه را وحشیانه شکنجه می کردند و سربازان مست شان نیمه شب به قریه ها می رفتند و زنان و کودکان و مردان را بی هیچ دلیلی به رگبار می بستند و در نهایت در کمال امنیت و مصونیت به پایگاه های خود بازمی گشتند.
هیچکس نباید در قبال این جنایت های مرگبار، محاکمه می شد؛ زیرا آنها متمدن بودند و قربانیان شان غیرمتمدن! و این چیزی است که مبنای محوری فاشیزم مدرن غرب را تشکیل می دهد که پشت چهره خوش آب و رنگ لیبرال دموکراسی دروغ، پنهان .