تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۳ مه) د نړېوال بانک راپور وايي چې د پاکستان له لوري له افغانستان سره د لارو له بندېدو سره سره د افغانستان صادرات د اکتوبر په میاشت کې د تېرې میاشتې پرتله ۱۳ سلنه او د تېر کال پرتله ۳.۷ سلنه لوړ شوي دي.
په دې موده کې د افغانستان صادرات ټولټال ۲۶۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي، چې زیاتوالی یې تر ډېره د هند او ازبکستان له لارې د صادراتو د پراخېدو له امله دی.
نړیوال بانک وايي: «سره له دې چې په ډېورنډ کرښه باندي د نښتو له امله له پاکستان سره سوداګري ودرېده، خو افغانستان وکولای شول چې هند او ازبکستان ته خپل صادرات په بریالیتوب سره روان وساتي.»
د نړېوال بانک په وینا، د حاصلاتو زیاتوالی او د کورني انفلاسیون ټیټې کچې د افغانستان اقتصادي ځواک پیاوړی کړی او د پاکستان د لاري د بندېدو زیان یې په تر ډېره حده جبران کړی دی.
د خوراکي توکو صادرات په اکتوبر کي ۲۳۸.۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د تېر کال په پرتله ۸.۶ سلنه لوړه شمېره ده او د سیمې د قوي تقاضا نښه ګڼل کېږي.