جمعه, مارچ 29, 2024
Homeمقالېچاپیریالد هوا ککړوالی د مړینې یو مهم علت دی

د هوا ککړوالی د مړینې یو مهم علت دی

تاند- د اسیا د لویې وچې په ښارونو کې د موټرونو زیاتوالی د هوا د ککړتیا او دغه راز د ګڼو کسانو د چاغېدا سبب شوی دی.

 هم چاغوالی او هم د هوا ککړتیا د بې وخته مړینې مهم علتونه دي. په دوه زره لسم میلادي کال کې په اسیا کې څه باندې  یوویشت لکه کسان د هوا د ککړوالي په وجه په تېره بیا د ډېزلي موټرو او نورو لویو ګاډو د لوګو په وجه مړه شوي دي. احصاییې ښیي چې په اسیا کې د هوا د ککړوالي په نتیجه کې په وفات شویو یوویشت لکه ناروغانو کې دولس لکه کسان د ختیځې اسیا او چین اوسېدونکي دي او څه باندې اووه لکه یې د هند په شمول له جنوبي اسیا سره تعلق لري.

د روغتیا نړیوال سازمان د هوا د ککړتیا له کبله یوازې په جنوبي اسیا کې د مړنیو شمېر په ۲۰۲۰ کال کې دوه ملیونه او ۴ لکه ښوولی دی.

 احصاییې ښیي چې په دوه زره لسم کال کې په ټوله دنیا کې د هوا د ککړتیا په علت د وفات شویو شمېر دوه دېرش لکو کسانو ته ورسېد، حال دا چې په دوه زرم میلادي کال کې په دنیا کې د هوا د ککړوالي په وجه د وفات شویو کسانو شمېر تر اته لکه نه زیاتېده. د ناروغیو په اړه د تحقیقاتي موسسې جي، ډي، بي له رپورټ سره سم، د هوا ککړتیا اوس د مړینې د لسو لویو علتونو په لست کې شامله شوې ده.

 د دوه زره او دوه زره لسم کال ترمنځ د هوا د ککړتیا په وجه د مرګونو د دوه، درې برابره زېاتېدو احصاییې ساینسپوهان او د عامې روغتیا ماهران پریشانه کړي دي. په کالیفرینا کې د یوې صحي موسسې مشر داوید پیت وایي چې د هوا د ککړتیا په وجه د مرګونو نوې خپرې شوې احصاییې سخت پرېشانه کړی دی. په نوي ډیلي کې د هوا د ککړتیا په اړه د یوې ادارې مشره انومیتا رای چوهدري وایي چې نوې احصاییې له موږ غوښتنه کوي چې د خلکو د روغتیا لپاره د هوا له ککړتیا سره جدي مبارزه پیل کړو. که هوا چټله وي، هیڅوک یې له بدو عواقبو خوندي پاتېدای نه شي.

 له تازه احصاییو سره سم د هوا د ککړتیا په وجه د ټولو مرګونو په سلو کې پنځه شپېته په اسیا کې پېښېږي. د هوا ککړوالی د زړه د حملو، مغزي سکتو او سرطانونو په څېر صحي مشکلات پیدا کوي چې ډېر ځله د مرګ سبب ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب