دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د خوارجو نښې څه دي؟| جواد کاروان

د خوارجو نښې څه دي؟| جواد کاروان

 محدثینو د خوارجو علائم داسې په ګوته کړي دي:

(۱) دوی به انتقاد پذیر نه وي. څوک چي د دوی په کړنو نقد وکړي هغه به واجب القتل بولي.

(۲) دوی چې څه کوي هغه به دین بولي سره له دې چي هغه به په دین کي اصل او بنیاد نه لري.

(۳) د قران او حدیث په هغو اوامرو به عمل کوي په کومو کې چې د دوی د کړنو څه ناڅه تایید کیدلی سي.

 (۴) دوی به هغه ایتونه او احادیث چي د کفارو په حیصه کې نازل سوي دي په مسلمانانو حمل کوي.

 (۵) دوی به همیشه د دین په نوم د مسلمانانو په خلاف جګړه کوي.

 (۶) دوی به مسلمانان تکفیروي.

 (۷) دوی به یوازې خپله ډله په حقه او نور ټول به ګمراهان بولي.

(۸) دوی به د اسلام په نوم د مسلمانانو ترمنځ تفرقه اچوونکي وي.

 (۹) دوی به نهایت متکبر مغرور او ځان غوښتونکي وي.

 (۱۰) دوی به په جګړه کې په سپینږیرو، ښځو او ماشومانو رحم نه کوي.

(۱۱) دوی به د مسلمانانو له جمعیت څخه افتراق خوښونکي او د سلطان الوقت په خلاف بغاوت کوونکي وي.

 (۱۲) دوی به هیڅ شرعي استدلال او منطق نه اوري.

(۱۳) دوی به ټول هغه مسلمانان چي له دوی سره بیعت او تعاون نه کوي کافران بولي.

(۱۴) دوی به ظاهراً تر نورو مسلمانانو متشرع او متورع ښکاري خو ایمان به یې تر حلق ښکته زړه ته تیر نه سي.

(۱۵) دوی به له ایمان څخه له دنیا داسي تس لاس تیر سي لکه غشی چي له ښکار څخه خالي ووځي او هیڅ له ځانه سره نه وړي. (۱۶) د دوی اکثره به نوځوانان وي.

(۱۷) دوی به دعوا د هوښیارۍ او پوهې کوي خو په حقیقت کې به نااهلان، احمقان او جاهلان د زمانې وي.

 (۱۸) دوی به ستاسو د مشرانو او سلفو احترام نه کوي او تاسو پر کشرانو به ترحم نه کوي.

 په اخر کې فرمایی: ای مؤمنانو چیرته چي تاسو له دوی سره مخامخ سواست ویې وژنئ چا چي له خوارجو سره جنګ وکړ او ویې وژل هغوی ته به په ورځ د قیامت الله عزوجل لوی اجر او بدله ورکړي. او داسي نورې نښې یې هم سته رب العالمین دې موږ او ټول امت مسلمه ته د داسي مفتینو ډلو له شر څخه نجات راپه برخه کړي.

3 COMMENTS

  1. په پورته نښانو کی خپله وهابیان یا اهل حدیث هم راځی. نو بیا به څه کوو. د خورارجو سیاسی نظریه څه ده او ولی راغلی وو په هغه باید سمه وویل سی. عمان د خوارجو ځای دی مګر هغوی اوس له وهابیانو نه ښه ښکاری.
    که داخبره د سعودی او یا دارګ په هدایت ویل سوی وی نو دا بیا خپله دهادی او مهتدی خروج دی چه د ۹۸ فیصد حنفی مذهب نه خروج دی. که خبره د دولت سره جنګ وی نو بیا اهل حدیث دی د ابن تیمیه خبره ومنی او دهغه له نظره دی نه خارجیږی.
    خوارج اوس څوک نسته. خوارج که وی هغه به دامریکایی استعمار طرفداران وی.
    داسی ګونګی خبری هغه کسان کوی چه نه په اسلام پوهیږی او نه د اسلام په درد اخته وی.

  2. ابن تیمیه چه محدث او د حنبلی فقهی پیاوړی مفتی وو د مغلو په وخت کی یی ژوند کړی او هغه وخت مسلمانان هم د اروپایانو تر یرغل او هم د مغلو تر یرغل لاندی وو. د ابن تیمیه خبری د حکومت او امارت په باره کی واقعی او سم استدلال ښی.
    خوارج یو اقلیت وو چه هغوی هم معاویه رض او هم علی کرم الله وجهه ملامتول. دا چه مونږ هغوی دواړه حق بولو نو خکه خوارج نه منو. مګر هغوی جنګ پرییښی وو. هغوی د خپل ځان په دفاع کی ځینی افراطی خبری کړی چه هغه دعامه مسلمانو له نظره سره ټکر درلود.

  3. د ثابت صاحب خبرو وهڅولم چې دا لیکنه ولولم. سخته خندا مې ورته راغله.
    دا ټولې نښې هو بهو زموږ د طالبا کرامو دي.
    زه خو یې حیران کړم.
    لیکوال د طالبانو نوم نه دی اخیستی او ښايي طالبان یې هم په نظر کې نه و خو د ثابت په شان هر څوک پوهیږي چې دا ډول اعمال د چا دي.
    ههههههه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب