سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهناټو وایي، افغانستان کې مو د ځواکونو د حضور په اړه لا...

ناټو وایي، افغانستان کې مو د ځواکونو د حضور په اړه لا پرېکړه نه ده شوې

تاتد (دوشنبه، د دلوې ۱۳) ناټو د روېټرز پر وروستي راپور غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده چې، تر دې دمه په افغانستان کې د سرتېرو د حضور او یا وتلو په اړه پرېکړه نه ده شوې.

تېره ورځ رویټرز خبري آژانس دناټو د څلورو مهمو سرچینو په حواله راپور خپور کړی و چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو د دې احتمال شته چې بهرني ځواکونه له دغه هېواد و نه وځي.

خو د ناټو یوې ویاندې اونا لنګیسکو رسنیو ته ویلي چې تر اوسه په دې اړه هېڅ راز پرېکړه نه ده شوې.

نوموړې ویلي چې په روانه فبرورۍ میاشت کې به د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه وي او ښایي په هغه کې د افغانستان په اړه مهمې پرېکړې وشي.

وسله والو طالبانو هم پر دې پرېکړه غبرګون ښودلی دی.

الجزیرې تلویزیون د طالبانو د قطر د دفتر له ویندوی محمدنعیم سره په دې اړه مرکه کړې او ورته ویلي یې دي چې د ناټو چارواکي وايي چې د مې له میاشتې وروسته، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو وروستۍ نېټه ده، د ناټو پوځیان نه وځي.

طالب ویندوی د دې خبرې په ځواب کې ویلي، که له یادې نېټې وروسته بهرني پوځیان پاتې شي دا به د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې ښکاره سرغړونه وي ځکه چې د ده په وینا د موافقې پر اساس باید ټول بهرني پوځیان د موافقې د لاسلیک له وخته په ۱۴ میاشتو کې ووځي.

محمد نعیم د دې پوښتنې په ځواب کې چې که بهرني پوځیان د اپریل په پای کې ونه وتل، نو ایا دا مسله به د سولې پر خبرو اغېز ولري؟ وویل«موږ تمه نه لرو چې بل لوری به د موافقې سرغړونه وکړي. موږ غواړو او هیله لرو چې ټولې خواوې موافقه عملي کړي او سرغړونه یې د هیچا په ګټه نه ده.

ده د امریکايي چارواکو د دې خبرې په ځواب کې چې وايي، طالبانو موافقه نه ده عملي کړې، اوربند یا اورکم یې نه دی کړی، له دولت سره یې صادقانه خبرې نه دي پیل کړي او له القاعده سره یې اړیکې نه دي شلولي، وویل دا ادعاوې بې اساسه دي او «اسلامي امارت» پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې له یوه اړخه له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرې ګرمې دي او بل لورته بیا په ټول هېواد کې جګړه توده روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب