Homeخبرونهد میانمار پر ملکي حکومت د پوځ له لوري کودتا وشوه

د میانمار پر ملکي حکومت د پوځ له لوري کودتا وشوه

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۱۳) د میانمار پوځ د دغه هیواد ولسمشر او د حاکم ډیموکرات ګوند مشرې “آنگ سان سو چي” په ګډون یو شمېر نور غړي نیولي دي.

بهرني رسنۍ وایي چې پوځ د یادو کسانو تر نیول کېدو ورسته  په دغه هیواد کې د یو کال لپاره پوځي حکومت اعلان کړی.

د میانمار پوځ اعلان کړی دی چې دمګړی واک او حکومت د دوی په کنټرول کې دی او په ټول هېواد کې یې د یوه کال لپاره اضطراري وضعیت اعلان کړی دی.

د دې کودتا وېره وروسته له هغه راپورته شوه کله چې د یاد هېواد د ملکي حکومت او اردو تر منځ د څو ورځو شخړو وروسته  ټول ټاکنې ترسره شوې.

د میانمار پوځيان د ښار په ټولو ساحو کې ګرځنده ګزمې لري او مخابراتي شبکې یې هم ګډې وډې کړې دي.

بل لورته متحده ایالات  هم غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د وروستي ټاکنو د پایلو د بدلېدو یا د میانمار د ډیموکراتیک لیږد د مخنیوي لپاره د هرې هڅې سره مخالفت کوي او د مسؤلینو پرضد به اقدام وکړي.

آسټرالیا بیاهم  د میانمار د پورځ پر وروستي اقدام اندېښنه ښودلې.

آسټرالیایي چارواکو د غیرقانوني توقیف شویو مشرانو د ژر تر ژره خوشې کیدو غوښتنه هم کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...