Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد چرګانو د روزنې۱۹۰۰ غیرفعال فارمونه بیا فعال شول

د چرګانو د روزنې۱۹۰۰ غیرفعال فارمونه بیا فعال شول

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۱۳) د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولان وايې په هېواد کې یې د چرګانو روزنې د صنعت د ودې په پار هڅې ګړندۍ کړي.

یاد وزارت وایي چې د دې هڅو په پايله کې يې په دې وروستیو کلونو کې چرګانو روزنه ډېره وده کړې او پر فارمونو یې میلیونونه ډالره پانګونه کړې ده.

د سرچینې د مالوماتو له مخې سږکال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د یوشمېر وړو فارمونو ترڅنګ د چرګانو روزنې لوی فارمونه جوړ شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې دغه راز د هېواد په کچه د چرګانو روزنې یوزر او ۹۰۰ غیرفعال فارمونو هم بیا فعالیت پيل کړ.

د یاد وزارت په خبره په یوزر او ۹۰۰ بیا فعال شوي فارمونو کې لوی او واړه فارمونه شامل دي.

د یادونې ده چې د کرنیزو پوهانو په خبره افغانستان کې د چرګانو روزنې د فارمونو جوړول لویه لاسته رواړنه ده.

دوی وایي دا به د کارموندنې، اقتصادي پیاوړتیا، ځان بساینې او د اقتصادی ودې او پرمختیا لامل وګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...