شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهقطر په افغانستان کې پر تاوتریخوالي اندېښنه څرګنده کړه

قطر په افغانستان کې پر تاوتریخوالي اندېښنه څرګنده کړه

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۱۳) قطر په افغانستان کې د وروستي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له ښکیلو لورو یې غوښتي، څو روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په وروستیو ورځو کې په کابل او ننګرهار کې ګڼې چاودنې شوي او د نظامي کسانو سربېره یې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته تلفات اړولي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، قطر د ترهګرۍ ټولې بڼې په کلکو ټکو غندي او د جګړې پر ښکېلو لورو یو ځل بیا غږ کوي چې تاوتریخوالی ودروي او مذاکرات چټک کړي.

 قطر چې د افغانستان سولې د خبرو کوربه توب په غاړه لري یو ځل بیا تینګار کړی چې په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو ته ژمن او دې برخه کې به خپلې همکارۍ ته دوام کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی لا هم د قطر بلازمېنه دوحه کې دی، څو طالب استازو سره د افغان سولې دویم پړاو مذاکرات ترسره کړي خو په خبره یې د طالبانو مرکچي پلاوی خبرو ته نه حاضریږي او د مذاکراتو پر ځای یې نورو هېوادونو په سفرونو یې پیل کړی دی.

د قطر هېواد چارواکي ټينګار کوي چې هڅه کوي د افغانستان د روانې جګړې په ختمولو کې رغنده رول ولوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب