شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهصالح؛ د مشارکتي حکومت طرحه شیطاني طرحه ده

صالح؛ د مشارکتي حکومت طرحه شیطاني طرحه ده

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۱۳) د ولسمشر لومړي مرستیال په رسنیو کې د مشارکتي او سولې حکومت د طرحې په تړاو غبرګون ښودلی.

امرالله صالح وایي؛ د مشارکتي حکومت خپره شوې طرحه شیطاني طرحه ده.

صالح په تازه څرګندونو کې ویلي چې، پاکستان او د سیمې ځينې استخباراتي کړۍ د افغانستان د تجزیې او د مرکزي حکومت د له منځه وړلو په لټه کې دي.

د ده په خبره استخباراتي کړۍ د جعلي او خیالي طرحو په راوړلو هڅه کوي چې، په هېواد کې د ولس ترمنځ نفاق ته لمن ووهي او په هېواد کې څو لوی او واړه حکومتونه رامنځ ته کړي.

د ده په خبره پاکستان غواړي چې د افغانستان جنوبي ولایتونه او سیمې د دوی په کنټرول کې وي او له دې ځایه د افغانستان په نورو برخو او سیمه کې ترهګریز فعالیتونه او لاسوهنې ترسره کړي.

امرلله صالح داسې مهال دا غبرګون ښيي چې وړمه ورځ جواد ظریف له ملابرادر سره په کتنه کې د ګډ حکومت ملاتړ کړی وو.

جواد ظریف د افغانستان اساسي قانون او نظام ته په اشارې سره  ویلي چې :«موږ نشو کولی په خلا کې شرایط په پام کې ونیسو ، دا شرایط د راتلونکي ګډ حکومت لاسته راوړلو لپاره په پام کې نیول کېدی شي.

په ورته مهال د ولسي جرګې ځینو غړو هم له موقت حکومت سره مخالفت کړی.

د یادې جرګې غړی نادر خان کټوازی وایي :« موږ مؤقت حکومت نه غواړو، مؤقت حکومت غوښتونکي د افغانستان دښمنان دي.»

هغه وايي چې ولسي جرګه کې باید د جنګسالارانو ننګه  ونه شي.

د ولسي جرګې غړې مریم سما بیا د ولسي جرګې له مشر میر رحمن رحماني نه په دې خاطر د وضاحت غوښتنه کړې چې نوموړي ولې تېره ورځ د موقت حکومت ملاتړ کړی.

دغه راز د ولسي جرګې غړی سید احمد سېلاب بیا وایي  د ولس له کوره د مؤقت حکومت خبرې کول د شرم او اندېښنې خبره ده.

په ټولنیزه مېډیا کې هم د موقت حکومت د پلویانو پر ضد خلک را پارېدلي.

عام افغانان وایي هر هغه څوک چې د موقت حکومت ملاتړي دي هغه د هېواد دښمنان دي او هېڅکله به بریالي نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب