شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو د اروپايي ټولنې او یو شمېر هېوادونو وروستۍ څرګندونې رد کړې

طالبانو د اروپايي ټولنې او یو شمېر هېوادونو وروستۍ څرګندونې رد کړې

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۱۳)وسله والو طالبانو د اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو هغه راپور رد کړ چې دغه ډله یې د وروستیو هدفي بریدونو او ورانکاره فعالیتونو مسووله بللې وه.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې، د اروپايي ټولنې او څو نورو هېوادونو وروستۍ څرګندونې بې اساسه دي او دوی یې ردوي.

اروپايي ټولنې امریکا، استرالیا، برېټانیا او څو نورو هېوادونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي وو چې طالبان د وروستي تاوتریخوالي مسوول دي.

دوی زیاته کړې وه چې طالبان هدفي بریدونه کوي، عامه تاسیسات ورانوي او دوی ته په کار ده چې ژر تر ژره د خبرو له لارې روانه جګړه پای ته ورسوي.

اروپايي ټولنې یو ځل بیا ویلي وو چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې ختمه کړل شي او دوی د سولې له ټولو هڅو ملاتړ کوي.

تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې، طالبان باید د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ته چې اوربند دی درناوی وکړي او روان تاوتریخوالي ته دې د پای ټکی کېږدي.

وسله وال طالبان داسې مهال دا غوښتنې ردوي چې، هم مهاله عام افغانان هم له دوی د اوربند غوښتنه لري خو طالبان بیا له اوربند سره مخالفت کوي.

2 COMMENTS

  1. ټوله دنیا، افغانان، ناټو، امریکا، شرق و غرب، اسلامی هیوادونه دا ټول دروغ وایي، یوازې تاسې تروریستان او شغالان رښتیا وایئ. د ارغنداب پول چا وران کړ. د هلمند او کندهار سړکونه چا په بیلدوزر راواړول، ښوونځیو ته څوک اور اچوي. ژورنالستان، علما، ډاکتران، څارنوالان او دا نور پوهان څوک وژني. که تاسو یې نه کوئ، نو ضرور ستاسو میړونه یعنی پاکستانی استخبارات چې له تاسو سره اوږه په اوږه جنګېږې دا خرابۍ کوي او تاسو بې غیرتان یې په مړو سترګو ګوري. لکه هغه وخت چې پاکستانی استخباراتو د کابل په شمال کې باغونه او کورونه له خاورو سره خاورې کړل او تاسو بې شرمانو ورته کتل. لږ شرم خو وکړئ که د شرم په نامه کوم څه پېژنئ. په دې شرمېدلو بیانونو والله که ځان تبرئه کولای وشئ.

  2. بس ټوله نړۍ دروغ وايي. یوازې پاکستاني چارواکي، طالبي چارواکي ریښتیا وايي.

    د مسلمانانو وژل او قتلول په کوم آیت او کتاب توجیه کوئ. الله ته به ورځئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب