Homeخبرونهدفاع وزارت: درې ولایتونو کې ۴۹ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت: درې ولایتونو کې ۴۹ طالبان وژل شوي

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۱۳) ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په درېیو ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۴۹ وسلوال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور یې ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کندهار د ارغنداب، ډنډ او پنجوايي ولسوالیو اړوند سیمو کې د افغان ځمکني او هوايي ځواک بریدونو کې ۳۰ طالب جنګیالي وژل شوي او ۴ نور یې ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د یادو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او د دوی له لوري پر سړکونو ځای پر ځای شوي ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.

ملي دفاع وزارت دغه راز په یوه بله خبرپاڼه کې ادعا کوي چې د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اړوند په عینک او ګرونج کلا سیمو کې وسلوالو طالبانو غوښتل پر افغان ځواکونو برید وکړي، خو مقاومت سره مخ شوي او د یادې ډلې د یوه سرګروپ مولوي احسان په ګډون یې ۱۳ جنګیالي وژل شوي دي.

په ورته وخت کې ملي دفاع وزارت د بلې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېره ورځ د فراه ولایت پیشترود ولسوالۍ اړوند د ګجکین او ګسکین کلیو کې افغان ځواکونو ځانګړي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۶ وسلوال طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، د یادو عملیاتو پر مهال د طالبانو وسلې، مهمات او له لوري یې پر سړکونو ځای پر ځای شوي ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د ملی دفاع وزارت د یادو ادعاوو په اړه کوم غبرګون ندی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...