جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+خبرو کې ځنډ، د حکومتي پلاوی بې حوصلې کېدل

خبرو کې ځنډ، د حکومتي پلاوی بې حوصلې کېدل

نظر محمد مطمئن

لیکوال او شناند

هر ځل چې به امریکایانو له طالبانو سره په اجنډا کې نوی خبره ور زیاته کړه، طالبانو به په ناستو کې ځنډ راوست، امریکایانو له طالبانو سره په ۱۶میاشتو مذاکراتو کې په پرله پسې ډول جدې فشارونه وارد کړل چې طالبان اوربند ته چمتو کړي، مګر طالبانو تر تړون یوه اونۍ وړاندي د جګړې کمېدلو باندي توافق وکړ.

په دوحه کې د حکومتي پلاوي په څیر د خلیلزاد ټیم څو ځله تر دي هم ډیر نهیلي شول، مګر هغوی به له بېلابېلو لارو له طالبانو سره د بیا کیناستلو هڅې کولې، چې قطر او ناروي هیواد په دي برخه کې ډیر فعال وو.

اوس چې د حکومت مذاکراتي پلاوی رسنیو مخکې نهیلي ښکاره کوي، له طالبانو د ناستو دوام غواړي، زما په آند ښه به وای چې له بېلابېلو ډیپلوماټیکو لارو یې د ناستو د ځنډ لامل په اړه پوښتنه کړي وای، پر دي یې ځان پوه کړی وای چې طالبان  د کومو لاملونو له مخې په ناستو کې ځنډ راوستی دی.

زما په آند، طالبانو به ځکه د څه وخت لپاره له ناستو ډډه کړي وي:

۱ – پر کومه کړنلاره چې هوکړه شوې، د هغې مطابق مذاکرات مخکې یوړل شي، مګر کیدای شي د افغان حکومت پلاوی پکې نوې غوښتنې ولري.

۲ – د بین الافغاني مذاکراتو د دویم پړاو خبرو، د طالبانو او حکومتي پلاویو لومړیو ناستو کې کیدای شي طالبانو حس کړي وي چې لا هم د افغان حکومت پلاوي د غړو نظرونه او غوښتنې پاشلې او یوه خوله نه دي، لا هم د پریکړو واک نه لري.

۲ – د افغان حکومت د پلاوی لخوا په اجنډا کې لومړۍ مسئله د اوربند، اوربند کولو او د طالبانو لخوا په اجنډا کې لومړۍ مسئله د اسلامي نظام / راتلونکي اسلامي حکومت باندي خبرې کول به کیدای شي تر ټولو لوی خنډ او د ناستو د ځنډ لامل شوی وي، ځکه طالبان به چمتو نه وي، چې په مذاکراتو کې پرته له محسوس پرمختګ څخه اوربند ته غاړه کیږي، دارنګه حکومتي پلاوی به چمتو نه وي چې د ډاکټر غني له اجازې پرته پر بل حکومت او له ډاکټر غني څخه واک سپارلو موضوع باندي بحث وکړي.

۳ – کیدای شي طالبان داسي فکر کوي چې افغان پلاوی په وړو او ځینو داسی مسایلو باندي د بحث کولو لپاره وخت ضایع کولو پلان لري، چې طالبان  مصروف وساتل شي، تر څو د امریکا – طالبانو د تړون هغه وخت پوره شي چې امریکایې ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځي، مګر په بین الافغاني مذاکراتو کې پرمختګ لا هم نه وي شوی، طالبان به غواړي چې په مذاکراتو کې پرمختګ او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې پر نظام او راتلونکې حکومت باندی توافق وشي، اوربند ته لاره هواره، واک په سولئیز ډول توافق شوې حکومت ته وسپارل شي او په ټول هیواد کې اوربند اعلان شي.

۴ – طالبان کیدای شي په ځینو مسایلو د خبرو لیوالتیا د اوس لپاره ونه لري، مثلاً د افغان حکومت پلاوی به غواړي د مذاکراتو پر مهال د افغان – امریکا+افغان حکومت جګړې پر مشروعیت خبرې وشي، د افغان پلاوي مشر او غړي یې د طالبانو جګړه ناروا ګڼي، طالبان یې جګړه نه بلکې جهاد ګڼي، که اوس مهال د افغان حکومت پلاوی په یادې مسئلې بحث او اجنډا کې یې داخلېدل غواړي، په داسي حال کې چې د یادې جګړې ۲۰ کاله پوره کیږي، او جګړه شوې، په تیرو شل کلونو کې طالبانو له امریکا سره جګړه جهاد او مشروع ګڼلي، بل خوا افغان حکومت د طالبانو جګړه په تیرو ۲۰ کلونو کې ناروا ګڼلي، امریکا هم د طالبانو جګړه ترهګري بللي، که اوس مهال پر همدې موضوع بحث بیا هم میاشتي وخت نیسې، طالبان کیدای شي فکر به کوي چې دغه ډول مسایل یوازي د وخت سوځيدو لپاره را مخکې کیږي.

۵ – د امریکا/ناټو لخوا د افغانستان د اشغال مسئله ده، په تیرو شلو کلونو کې افغان ولس د امریکا/ناټو لخوا پر افغانستان برید غندلی او غندي، د روسانو په څیر دوی هم یرغلګر ګڼي، طالبانو د امریکا/ناټو لخوا پر افغانستان برید د امریکا لخوا اشغال ګڼلی.

افغان حکومت افغانستان ته د امریکا/ناټو پوځیانو راتګ له دوی سره د مرستې په نوم یادوي، د ملګرو ملتونو تر چتر لاندي د بهرنیو پوځیانو برید پر افغانستان توجیه کوي چې له ترهګري سره د جګړې لپاره راغلي، دارنګه په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو شتون او آډې یې غوښتنه ده، بلخوا افغان ولس او په ځانګړي ډول طالبان په افغانستان برید یرغل او په هیواد کې د بهرنیو پوځیانو شتون سره کلک مخالفت کوي، که اوسمهال د افغان حکومت پلاوی د اشغال پر مسئله په اجنډا کې د بحث غوښتنه کوي، په افغانستان کې د امریکا/ناټو پوځیانو پر شتون باندي دلایل وایې، کیدای شي طالبان به فکر کوي چې تر وخت تیر مسایلو باندي بحث به د مذاکراتو مخ بل لورته اړول، او د وخت ضایع کېدو لپاره پلان وي، تر څو د امریکا – طالبانو د تړون موده بشپړه او لا هم بین الافغاني مذاکراتو کې پرمختګ نه وي شوی، امریکایانو ته به په عمدي ډول د حکومت پلاوي ددغه ډول کړنو له امله په افغانستان کې د پاتې کیدو پلمې زمینې برابريدو هڅې وي.

۶ – پرته له شکه چې ډاکټر غني وکولای شول د خپل واک ساتلو او غځولو لپاره په واشنګټن او ملګرو ملتونو کې د خپل ځان په ګټه کمپاین او لابي وکړي، واشنګټن هم د امریکا – طالبانو د تړون عملي کېدو کې سستي وکړه، او لامل یې د افغان حکومت لخوا په واشنګټن کې د حکومت په ګټه کمپاین کیدای شي، چې په دی برخه کې طالبانو هیڅ هم نه دي کړي، حتی دي ته پام هم نه کوي چې د تړون د عملي کېدو، د امریکایې پوځیانو وتلو او په افغانستان کې ټولشموله راتلونکي حکومت په اړه په واشنګټن، د نړۍ او سیمې قوي هیوادونو او ملګرو ملتونو کې کمپیان ته دوی (طالبان) هم اړتیا لري.

ښه به وي چې نړیوال، سېمه، افغان سیاسي ډلې، قومي مخور په ښکېلو لورو اړین فشار راوړي، ورڅخه وغواړي چې د افغانستان له راتلونکي سره تړلیو اساسي مسایلو باندي بحثونه پېل، د جګړې پای او تلپاتې سولې ته رسېدو لپاره مذاکراتو کې بیړه وکړي، تر څو د بهرنیو پوځیانو د وتلو له ټاکلي مودې مخکې د طالبانو او افغان حکومت پلاوي، افغان ولس ته د منلو وړ تفاهم ته ورسیږي.

13 COMMENTS

  1. له یوه شناند څخه د داسې مغرضانه لیکنې توقع نه کېږي. بهتره به وه چې تاندوالو د شناند پر ځای ورته لیکلي وای چې د طالبانو د نظر پلوی یا طالب.
    په عین وحت کې لیکوال صاحب په دې فکر چې د طالبانو دفاع کوي دا ډله راپېژني چې څومره احمقه ده. لکه
    زما په آند، طالبانو به ځکه د څه وخت لپاره له ناستو ډډه کړي وي:

    ۱ – پر کومه کړنلاره چې هوکړه شوې، د هغې مطابق مذاکرات مخکې یوړل شي، مګر کیدای شي د افغان حکومت پلاوی پکې نوې غوښتنې ولري.

    ۲ – د بین الافغاني مذاکراتو د دویم پړاو خبرو، د طالبانو او حکومتي پلاویو لومړیو ناستو کې کیدای شي طالبانو حس کړي وي چې لا هم د افغان حکومت پلاوي د غړو نظرونه او غوښتنې پاشلې او یوه خوله نه دي، لا هم د پریکړو واک نه لري.
    ایا دا سم دلایل دي؟
    که دا حقیقت هم ولري د وخت ضیاع د چا په ګټه ده؟ ایا لازمه ده چې هره ورځ افغانان وژل کېږي. زه یوه بله پیش بیني کوم. که دا حماقتونه وي نو ممکن امریکا او غرب له خپلې موافقې تېر شي او بېرته د پخوا په شان جنګ ته زور ورکړي. د بایډن په اړه مې اورېدلي چې په افغانستان کې د کم شمېر پوځیانو خو ډېرې ټکنالوژۍ څخه د استفادې طرفدار دی. نو که طالب په لوی لاس پلمه ورته جوړوي موافقه به فسخه شي. بیا به ګټه چا او تاوان چا کړی وي؟ د افغانانو وژل کېدل به دوام وکړي. دوی ته پکار وه چې د ټرمپ د حکومت تر پای ته رسېدو مخکې یې لا د افغانستان له حکومت سره روغه کړې وای او اجرايي پړاو یې د ټولو امریکايي پوځیانو تر وتلو پورې ځنډولی وای.

  2. دا شناند نرمه ژبه کاروي ليکن هدف يي د طالبانو د غوښتني ده او دا ده هوښياري ده خو دلته باي واضح وويل شي دا شناند غير مستقيم د آی اس. آی له خوا روزل شوی په افغانستان د ننه نمايندګي کوي او بس.

  3. زما په نظر د طالبانو ډله ځان ددی هیواد ایجادوونکی وارثین ګڼی. د دوی نه مخکی مجاهدین اور نور د مختلفو ایډیالوجویو خاواندانو هم دا فکر کاوو مګر اوس هغوی او نور ډیر خلک یی په نوم هم شرمیږی کومی نارواوی چی داسی ډلو له خاوری او ملت سره ترسره کړی. دا به نه هیروو چی یو وخت به راشی ددی تنظیم نوم او نشان به هم ورک وی. که چیری د سولی دی فرصت نه استفاده وشی شاید یوکمزوری ګوند به پاتی شی چی بلاخره به هغه هم ختم شی. امریکه ته دا پروژه نور ارزش نلری. که چیری په دوی کی ازاد افغانان وی د سولی پروسه کی دی له حکومته هم ډیر کوشش وکړی او د تیارو دا تور نوم دی له ځانه لیری کړی. که دوی سوله وکړه ددوی غوښتنی مطابق هغه څه چی اسلامی نظام وی قانون اساسی کی څه تغییر راولی شاید امکان ولری. ظلم ظلم وی دا نه تاریخ او نه شته خلک هیروی. زما په شمول ټول افغانان د امریکه خلاف دی خو چی امریکه اشغال کړی او طالب یی له مینځه وړی ددی نه خو به دا ښه وه چی یو بل لوری چی اوس حکومت ده له هر طریق او چال څخه چی حضور لری. اوس حکومت جمع طالب دی سره لاس یو کړی او امریکه دی د خبرو د لاری نه د خپلمنځی جنګ له لاری وباسی او دملک او نظام دی بقا لپاره دی په نوی طرحه او سمجوته کار وکړی. په خپل مینځ کی چی څومره هم سره مړه کړۍ په داخل کی به کمزوری او بیرونی دشمنان به مو قوی کیږی.

  4. مطمئن سیب په لاس دی برکت شه.
    د تالبانو ویناوی ښیی چه هغوی د امریکا او د ارګ په چلونو باندی پوهیږی او د ارګ سوانح یی له اوله تردی دمه ښي سره لګولی دی. يو فقره داسی لیکی:
    «پر دې سربېره د مذاکراتو د مېز خوا کې له كابل څخه د تللي پلاوي هغه څه د بحث سر ته راوړل، چې بايد تر ټولو وروسته وای، يواځې د سولې پر شعار يې بسنه او ریښتونې سولې ته يې نه ژمنتيا، پر هغه څه ټينگار چې طالبانو آن د بحث وړ هم نه گڼل، په مذاكراتو او بيا سوله كې د شخصي او غربي استعماري گټو تضمينول، د سولې اړوند يې تخريبي تبليغات، د مېكانيزم رامنځته كېدو سربېره د هغه پر مقدمه دوه مياشتې بې گټې چنې وهل، پر مېكانيزم او مقدمه يې له موافقې او د منځنۍ او ټيټې كچې لاسليكونو وروسته بېرته شاتگ او د ميكانيزم او ورپسې د مقدمې له بشپړېدو څخه انكار، د خپلمنځي ناندريو له امله د پلاوي دوه ټوټې كېدل او… هغه څه و چې پرې د ډلو ټپلو پلاوي خپله مذاكره د ارگ له جگړه ييز، خونړي او تخرېبي موقف سره همپاله او همغږې كړې وه.»
    خدای دی وکړی د اسلامدښمنه لنډغرو خبری دی روحیه ضعیفه نکړی. نن سبا چه دپردو غلامی دیو لړ خلکو روزی ده نو هغوی ټول د ځان په توګه ګوری او د حقبین کسانو توهین کوی. داسی کسان سیالیان ندی.

    • خود به هغه کسان د اسلام دښمنان ګڼئ ځکه دا ستاسو د طبقې نښې دي
      (۶) دوی به مسلمانان تکفیروي.
      (۷) دوی به یوازې خپله ډله په حقه او نور ټول به ګمراهان بولي.
      (۱۱) دوی به د مسلمانانو له جمعیت څخه افتراق خوښونکي او د سلطان الوقت په خلاف بغاوت کوونکي وي.
      (۱۳) دوی به ټول هغه مسلمانان چي له دوی سره بیعت او تعاون نه کوي کافران بولي.

  5. د ثابت ورور ادبیات د منلو وړ نه دی او د یأس او نا اُمیدی نښه ده.
    د عوامو خبره، دا د آخری زمانې شناند دئ ( زه خو د شناند د کلمې په اناټومی او ریښه نه پوهېږم او موږ په کور کی ور ته تحلیلګر وایو ) ، نانوائی او حمام او سلمانی او مارکېټ ته د حکومت او نظام د امنیتی چتر د اطمنان او ډاډ تر سیوری لاندی ګامونه اخلی او پولیس ته په زړه کی خاندی او توکل ئې پر کړی دی خو هیله ئې دا ده چی یو ځل بیا فضل الرحمن او پنجاپی جنرالان د پاسپورټ او اجازې پرته د کابل په انټرکاننټل هوټل کی تبلیغاتی او ستراتژیکی ایمالې او مالې مطمئن غوندی کسانو ته ور تزریق کړی.
    زه په ژوند کی دوه ( ظاهراً وړوکی ) ارمانونه لرم:
    ۱- پسله څلوېښت کاله لیری والی فقط څو شېبې د وطن د خاوری او خلګو بوی حِس کړم.
    ۲- په یوه راډیوئی یا تلویزیونی آزاد پروګرام کی د مطمئن او مطمئن غوندی کسانو سره مخامخ سم چی یا به زه حیاء دی وی طالب سم ( چی ناشونې ښکاری ) یا به د مطمئن څخه سړئ جوړ کړم که سړئ نه سی نو لږ تر لږه لنګوټه او سدرۍ او پټو خو به ئې د جواب نه ویلو له وجی د خجالت په خوَلو لانده خیشته سی.

  6. د دتيرو شلو کلونو يوه ګټه د افغان اولس په برخه شوه چه افغانانانو وکولای شوای چه خبري البته د بريشناپاڼو او تلويزيون له لياري خپري او دا شيطاني او د آ آس آی غلامه طا يفه که طالب دی او که شنان او ثابتان د رسوا او د اولس له خوا وپيژندل شول دلته ښه مسال عباس ستانکزی ده چه هغه يواځي د غني له منځه وړلو لپاره ټول افغانستان په سور وور بدل کړي دوی بيا ځانته د جنت پيره داران وايي کيلي يي له کلچنيکوف سره په لاس کي نيولي.
    چاچه د آ آس آی مکتب لوستلی وي هغه د شنان او ثابت شانته دلايل راوړي او په د ښه پوهيږي چه دوی د آ اس آی ژبه کوي او نه شرمييږي.

  7. یره، هسې مرداره لیکنه مو کړې. الله مو وشرموه، کله چې ځان شناند بولئ بیا خو لږ بې طرفی کوئ.

  8. غلام حضرت خانه
    کشکی دی دبی سیالو په منطق کی ځان نه وای ورګډ کړی. اشغال اشغال دی او هغه دپښتنو له تاریخ سره په ټکر کی دی. نوځکه داشغال طرفداران بی سیاله بلل کیږی.
    دڅلویښت کفری دولتو په اشغال خوښ یی او د پاکستان نه ناراضه. دا څنګه منطق دی، که دی دپاکستان اشغال نوی خوښ نو د کفری دولتو اشغال دی باید څلویښتچنده نوی خوښ. اوس نو ته قضاوت وکړه.
    بیطرفه شناند: که ددوو جانبو دلایل راواخلی او ښه یی په تله کړی او بیا هغه بیان کړی نو ته بیطرفه بلل کیږی. مطمئین سیب همداسی کس دی چه د اشغالخوښه شناندو په خلاف رښتیا وایی.
    مونږه د غنی دچمچو د خبرو په وړاندی د تالبانو نظر ویلی، ترڅو رښتیا لټونکی کسان دواړه طرفه سره ترازو کړی. تاسو که په انګلیسی پوهیږی نو یوڅه دازادو تحلیلګرو نظر ووایاست.
    ددیموکراتانو او کمونستانو فرهنک بیا دادی چه بی طرفه ته بیشرف وایی نو اوس ځکه د پورته مفهوم په بنا د ددیموکراتانو او کمونستانو له شره بیطرفی د هغوی په ګټه خبرو ته ویل کیږی. که ددواړو خبری وکړی نو هغه یوطرفه بولی. له داسی فرهنګ سره به د افغانستان د ترقی هیلی نوری هم کمی سی.
    دامن خبره: زه کابل کی اوسیدلی یم او دغلو له ډاره می دښار تګ پرییښی وو.
    که یوکس جنایت نوی کړی نو بیا وطن ته راتلل څه مشکل لری. چه زه ځم نو ته هم کولای سی.

  9. ثابت وروره!
    د کُفر او غیر کُفر خبره بېله ده، هره عقیده او هر تفکر ځانته خپل ځانګړئ سنګر لری. هغه مینه چی زه ئې د صالح انسان او صالح مسلمان او صالح افغان سره لرم او هغه کرکه چی زه ئې د اسلام د ځیرک دښمن او احمق دوست څخه لرم حدس ئې تا او مطمئن صاحب غوندی کسانو ته سخت دی. د طالب د کړنو غندنه به هیڅکله د استعمارګرانو او توطئه ګرانو د کړنو د تائید معنی ونلری ضمناً یو روشنفکر مسلمان ته به سخته وی چی د پنجاب اسلام د کابل تر کُفر! غوره وګڼی.
    د بیان د آزادۍ په سیوری کی مطمئن صاحب او ته او احمد او محمود کولای سی چی خپل نظریات په ډاګه وړاندی کړی خو د شناند صاحب ستونزه دا ده چی د شلو کلونو مخکی د اوضاع د حاکمیت خوبونه وینی او په مرموزه توګه د شننی پر ځای شِشنی کوی.
    که د طالب په هکله زما څرګندونی ستا په ګومان بېطرفانه نه دی نو د مطمئن صاحب څرګندونی خو اصلاً بېطرفانه نه دی، ته راښیه چی مطمئن صاحب حتی یوه کرښه د طالب د ظالمانه کړنو د غندنی په باب لیکلې یا یوه جمله تر خولې را ایستلې وی.
    نو ثابت خانه! خبری اوږدې دی او ترخې؛
    که د یو چا تر خولې دا خبره را ووته چی:
    مظلوم افغان دا بېره او تشویش لری چی د طالب پروژه د اشغال او استعمار د پلانونو یوه بله پټه برخه ده
    نو
    هغه وخت به ستاسی او مطمئن صاحب غوندی کسانو غبرګون د افغان ددې تشویش په هکله څه وی؟
    بل عرض می دا دی چی:
    ته د بې امنۍ له وجی د کابل پرېښودلو ته مجبور سوې خو شناند صاحب د خپل دښمن! په لمنه کی آزاد ګرځی او آزاده شننه کوی او آزاد راتلونکی سیاسی واده ته په نڅا دی، عجیبه نه ده؟
    بل عرض می دا دی چی زه د خپلو هغو جنایاتو له کبله کوم چی ( ستاسی په ګومان ) می تر سره کړی دی او اوس له بېری خپل وطن ته نه سم تلای باید ووایم چی تر ما لوی لوی جنایتکار همدا اوس هلته اوسی ( او ممکن ستا کوڅګی ګاونډیان هم وی ) او څوک څه نه ور ته وائی نو ما خوارکی ته به څوک څه ووائي؟ خبره خو دا ده چی دوه ځله می اراده کړېده خو جدّی ستونزی را ته پیدا سوی دی او نه یم توانېدلئ چی خپل وطن ته سفر وکړم.
    نو داسی کیسې دی شریکه.

  10. ملا ثابت او ملا مطمین دواړه له یوې ګډولې اوبه څکي. یعنی دواړه د پاکستانی استخباراتو ګوداګیان او معاش خواره دي. د ثابت له ماتو پښتو ليکونو واضح ښکاري چې افغان نه دۍ. دوی ته اجندا ورکول کېږي او دوی یې په مطبوعاتو کې نشروي. دوی نه شرم لري نه غیرت. ایران او روسیه دوی ته تر اوسه د تروریست خطاب کوي اومشران یې اوس د پاکستان سربېره سهار او بیګاه د ایران او روسیې په خوټو چنګاو دي. د جهاد په وخت په مخ روان ول او اوس له کونې باروت باسې او په شاه روان دي. اوس ددوی جنګ هم افغان وژنه ده. لعنت دې په داسې وطن پلورونکو.

  11. غلام حضرت خانه
    ما خو ستاسو په هکله نه دکفر خبره کړی او نه د جرم، نو افتراء ولی کوی؟ ما خو لا ویلی دی چه زه تلای سم نو ته هم تلای سی. دکابل په ښار کی هرڅوک اوسیدای سی خو منطقی ته به دځینو تګ مشکل وی. د مثال په توګه دسروری تګ به خپل کلی ته غټ مشکل ولری.
    داسلام مینه: اوس صرف دعقیدی وخت ندی دویلو وخت هم دی. داسلام دښمنان دښمنان دی. دښمنان به هغو کسانو ته داسلام سپکاوی کوی کوم چه له هغوی سره همنوا وی. دښمن هیڅ وخت ښه اسلام نه غواړی. د تالبانو له کوتاه فکری او دداخلی اجنتانو له کبله افغان اشغال سو او لا دوام لری. نو دا داحمق دوست او ځیرک دښمن خبره بیځایه ده. دهمدی احمق دوست (ستاسو په وینا) برکت دی چه بیا د ازادی خبری شروع سوی دی. حق مه پټوی.
    تالب وغنده او په نره یی وغنده خو خپله بی طرفی او انصاف وساته. زما له هغو کسانو بد راځی کوم چه تهمت وایی او سند یی نه وړاندی کوی. دا دشهر ناپرسان کلچر باید ورک سی.
    بیطرفی: تاسو باید دمطمئین سیب خبری ښی تحلیل کړی وای. هغه د دولت شکایتونو او تورونو ته په نرمه ژبه اشاره کړی جه اوس هر افغان ته باربار تکرار سوی دی. هغه دتالبانو دفاع نده کړی بلکه خپل اټکل یی ویلی دی. دا دهغه نظر دی. که دهغه نظر تاسو بیطرفه نه بولی نو لطفا خپل د بیطرفی تعریف ولیکی. بیا هم دنظر دازادی خو ددولت او دیموکراتانو په غرغړو کی بیا بیا تکراریږی نو ولی بیا زما او د مطمئین سیب خبری نسی زغملای. که مونږ اشتباه کړی وی نو په نره او په منطق دهغه نظر خامی ووایاست. مونږه داسی منطقی تفاهم ته هرکلی وایو.
    شل کاله مخکی اسلامی شرع او حنفی فقه په ښه او ګوډه توګه راغلی وه. نو یو مسلمان باید هغه په بده زبه یاد نکړی. که تالبانو هغه سم نوی اجرا کړی نو هغه بدیی باید وویل سی. دغرب مشکل دحدود او قصاص سره دی او دا دواړه په شرع ولاړ دی. نو که یوکس دهغه درناوی نکوی باید په ډاګه ووایی چه زه اسلام نمنم. او که یوکس مسلمان وی نو بیا دشرعی دنه تطبیق خبره باید په خوله رانوړی. ځینی کسان داسلام دغربی کولو تقاضا لری او وایی مونږ اصلاح غواړو. دا کسان باید قرآن ته متوجه سی چه داسی کسان مفسدین بلل سوی. هیله ده تاسو احتیاط وکړی.
    که د تالبانو خبره دبل خبره بولی نو باید سند وړاندی کړی. تاسو چه په خارج کی یاست نو باید دهغوی قانون درته معلوم وی چه بیسنده تهمت ویل قانونی مجازات لری او مدنی ګناه بلل کیږی. که تاسو سند ولری هیڅوک به ستاسو مخه ونه نیسی. صرف دا د بیسوادو کلچر باید ورک سی چه که پوهیږی او که نه پوهیږی خو بیخونده او دناپوهی ټاپی په اسانه لګوی.
    خدای پاک دی مونږ ټولو ته هدایت وکړی

  12. ټولشموله؛ څخه يې مقصد څه دی؟

    خو دا اوس دي خپل مرکز سپين بولدګ وګرځوي، جرګه دي رابولي او هلته دي پر یوه واحد حکومت چي دوی يې ټولشموله ګڼي، سره صلاح سي.
    په اصل کي طالب د افغانستان نیونګ او پاکستان پاليسۍ پر مخه وړنګ غواړي، بل هیڅ خبره نسته.

    له دې موضوع څخه جلا؛
    افغان حکومت خپل سفير را غوښت؛ دا يې ښه کار کړی خو لنډمهاله کار دی، افغان حکومت باید له و ړاندي حتی پنځلس کاله وړاندي يې د پاکستان حکومت پر ضد کټ مټ کارونو باندي لاس پوري کړی وای چي پاکستان يې د افغانستان پر ضد کوي.
    – که پاکستان زموږ پلچک راخرابوي، د دوی په سترو ښارونو کي دي رنوې له منځه یووړل سي.
    – که پاکستان زما پر مسجد وار کوي، د دوی فيصل جومات دي وران سي.
    – که پاکستان زما پر ښوونځي برید کوي، ددوی پر پوهنتونو دي بريدونه وسي.
    – که پاکستان زموږ کوم عالم را وژني، د دوی په لسهاوو اکټران، کرکیټران او ساینس دانان دي ووژل سي.
    – که پاکستان زموږ خاوره کي ترهګري پالي، افغان حکومت حق لري چي په مقبوضه افغانستان کي له پښتنو او بلوڅو بېلتون غوښتونکو سره هر اړخيزه مرسته وکړي…. خو دا هغه وخت ممکنه ده چي افغان حکومت کي لږ د وطن مینه وي؛ او وجدان يې له ډالر څخه وطني جذبې ته را واړول سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب