Homeخبرونهاترا او کابل ښاروالي د ښاري فایبرغځونې برخه کې یو له بل...

اترا او کابل ښاروالي د ښاري فایبرغځونې برخه کې یو له بل سره همکاري کوي

تاند ( جمعه، د دلوې ۱۷) اترا اداره او کابل ښاروالي یو تر بله د ښاري فایبر غځونې او وایفای زونونو په جوړولو کې همکاري کوي.

دا پرېکړه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا)  او کابل ښاروالۍ تر منځ نن د دوه اړخیزو همکاریو او همغږۍ په ناسته کې وشوه.

 په دې ناسته کې د اترا ادارې مشرعمر منصور انصاري د ګډو چارو په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو، کابل ښار کې د نوري فایبر غځونې، د Wi-Fi Zone وای فای زونونو رامنځته کولو، ښاروالۍ لپاره د مجهزو سیستمونو جوړولو، له زېربناو څخه د اغېزناکې استفادې لارو چارو، د ښکلاييزو څلیو جوړولو برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

چک جمهوريت د افغانستان له ټلېکام سره مرسته کوي

په ورته مهال د کابل ښاروال سلطانزوی د اترا ادارې له دې پرېکړې هر کلی وکړی او زیاته یې کړه چې دوی به هم په دې برخه کې خپله همکاري نه سپموي.

په دې ناسته کې د ادارو په کچه د تخنیکي کسانو ګډه کمېټه هم جوړه شوه څو ګډ کاري موضوعات تحلیل او په اړه یې اقدامات پيل شي.

1 COMMENT

  1. هره ورځ د کابل پخی کوڅی د فایبر شبکی د لاین په غځولو او تر میم په نوم ویجاړیږی او بیا بیرته ورانی پریښودل کیږی ، چه د ښار د ککړوالی یو لوی عامل دی او تل کوڅی له خټو او ډوړو ډکی وی نو ایا کومه سمه اساسی لار حل ولی نه ورته پیداکیږی چه د هر وار ترمیم په وخت کوڅی ورانی او یا سوری سوری نشی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...