Homeخبرونهکندز کې شلو سیمه‌ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندز کې شلو سیمه‌ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند(جمعه، د دلوې ۱۷) د کندز ولایت ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پولیسو پر پوستو د طالبانو برید کې ۱۶ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دوه نور ټپیان او دوه لادرکه دي.

 د کندز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دغه برید تېره شپه د خان اباد ولسوالي د اختر تپې په سیمه کې شوې ده.

نوموړی وایي، په دې برید کې ۱۶ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، د اختر تپې پوسته یو له مهمو او ستراتیژیکو پوستو څخه وه چې د طالبانو د برید په پایله کې سقوط شوه.

د هغه په خبره په دې برید کې وسله‌والو طالبانو ته هم مرګ‌ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرو په اړه معلومات نه لري.

د کندز ولایتي ادارې تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

د یادونې ده چې  دغه ولایت په تېرو څو کالو کې دوه ځله د طالبانو لاسته هم لوېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...