تاند ( جمعه، د دلوې ۱۷) په غور ولايت کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله د کورونا په روغتون کې اور لګېدلى دى.
د یاد ولایت په مرکز فيروز کوه ښارکې د کورونا روغتون رييس ډاکټر غلام نبي يګانه وایي، دا اور نن سهار په لسو بجو د ګاز ډبې د چاودنې له امله لګېدلی دی.
په ورته مهال د غور ولایت د عامي روغتیا رییس ډاکټر جمعه ګل یعقوبي وایې چې، د دغې اورلګېدنې پرمهال د کوویډ -١٩ روغتون ١٢ اداري خونې سوځول شوي.
یعقوبي زیاتوي چې اور د ملي پوځ د اور وژنې څانګې له لوري مهار شوی دی.
نوموړی وایي دا چې نور څومره زیا اوښتی پوره معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.