تاند ( جمعه، د دلوې ۱۷) د ننګرهار ولایت پچيرآګام ولسوالۍ په میا کلي کې نن د یوه کور چت نړېدلی دی.
د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې، په دې پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ غړي ژوبل شوي دي.
خوګیاڼی زیاتوي چې، په ژوبلو کسانو کې یوه مور او ۶ ماشومان شامل دي.
روغتیايي مسوولان وایي چې، د ژوبلو کسانو روغتیایي حالت ښه دی.
د ننګرهار په لرې پرتو سیمو کې وخت نا وخته ورته پېښې رامنځته کېږي او عامو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.
دغه راز د یوه بل خبر له مخې د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وایي چې، نن سهار سهار اته نیمې بجې د کابل _ جلال اباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند اوریاخېلو پمپ سیمه کې یو کورولا موټر سیند ته غورځیدلې.
دولت زی وایي په دې پېښه کې څلور تنه مړه شوي او یو بل ژوبل دی.
د نوموړي په خبره ټپي روغتون ته لېږدول شوی او حالت یې ښه دی.
د معلوماتو له مخې دا پېښه د موټرچلونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.