یکشنبه, مې 19, 2024
Homeکلتورسینماهندي سندرغاړې نيها ککړ د يوټيوب د الماسو بټن ترلاسه کړه

هندي سندرغاړې نيها ککړ د يوټيوب د الماسو بټن ترلاسه کړه

تاند ( جمعه، د دلوې ۱۷) نيها ککړ لومړنۍ هندي سندرغاړې شوه چې د يوټيوب د الماسو بټن يې ترلاسه کړه.

يوټيوب خپلو کاروونکو ته د سبسکرايبرو په ډېریدو سره بېلا بېلې بټنې ورکوي.

د معلوماتو له مخې، لومړۍ بټن د سل زره سبسکرايبر په پوره کېدو ورکول کیږي او له هغه وروسته چې څومره زياتېږي، همدومره يې د بټنو ارزښت هم زياتېږي.

نيها ککړ چې له یوټیوب څخه یې تازه د الماسو يا ډايمنډ بټن ترلاسه کړې وايي له تمې خلاف یې دا بټن ترلاسه کړه.

هغې تېره شپه د یو هندي ټلویزیون سره مرکه کې وویل چې بخت یې را ښه شوی او له واده وروسته یې دا دې یوه ستره جایزه هم ترلاسه کړه.

نيها ککړ په خپله مرکه کې د يوټيوب د الماسو بټن ترلاسه کولو برخه کې له خپلو مینوالو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا ستاسې پرته ناممکنه وه او تاسې وئ چې دا مو ممکنه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې په يوټيوب کې د نيها ککړ د يوټيوب چېنل د سبسکرايبرو شمېر ان له لس ميليونو هم پورته ښودل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب