یکشنبه, مې 19, 2024
Home+په تېر ۲۰۲۰ م کال کې د کومې کمپنۍ ډیر موبایلونه خرڅ...

په تېر ۲۰۲۰ م کال کې د کومې کمپنۍ ډیر موبایلونه خرڅ شوي

تاند ( جمعه، د دلوې ۱۷)  د کرونا وبا له وجې د موبایلونو اخیستونکي کم شوي دي.

 که له یوې خوا مارکیټونه بند و له بلې خوا د خلکو په غوښتنو کې هم کمښت راغلی و په ۲۰۲۰ م کال کې نږدې ۶ ٪ د مبایلونو اخیستلو کمښت یاد شوی.

خو ایپل کمپنۍ اعلان کړی چې د ۲۰۲۰ م کال په وروستیو میاشتو کې یې د ټول کال په پرتله ډیر موبایلونه خرڅ کړي دي.

دې کمپنۍ ویلي چې د ډېرو مبایلونو په خرڅلاو کې یې نوی ریکارډ جوړ کړی چې مخکې یې په ۳ میاشتو کې هیڅکله دومره موبایلونه نه و خرڅ کړي.

دا کمپني وايي، په وروستیو درې میاشتو کې یې ۹۰ میلونه موبایلونه خرڅ کړي چې د عادي خرڅلاو څخه یې نژدې ۲۴ ٪ زیاتوالی ښيي.

د ایپل کمپني د معلوماتو له مخې، د دغو موبایلونو زیاته برخه په چین کې اخیستل شوي او هرو درې نفرو اخیستونکو کې دوو ایپل موبایل اخیستی دی.

په ورته وخت کې سامسنګ کمپني هم  وروستیو درې میاشتو د خرڅلاو د ډېروالي خبر ورکوي او وایې ۶.۲ ٪ خرڅلاو کې یې زیاتوالی راغلی چې په ترڅ کې یې په درې وروستیو میاشتو کې ۷۹ میلونه موبایلونه خرڅ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب