تاند(جمعه، د دلوې ۱۷) د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپلې بهرنۍ پالیسۍ لیدلوری مشخص کړ.
بایډن په بهرنیو چارو وزارت کې د وینا پر مهال په روسیې او نورو ځایونو کې د استبداد پر وړاندې د مبارزې ژمنه وکړه.
جو بایډن د بهرنۍ پالیسۍ بېرته اعادې اعلان وکړ او دا یې هم واضحه کړه چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر څلور کلنې واکمنۍ وروسته به د ده اداره په نړۍ کې د رهبرۍ په تړاو کوم اقدامات وکړي.
بایډن وویل چې امریکا به په جرمني کې بېرته خپل ځواکونه ځای پر ځاي کړی، په یمن کې به د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف تر مشرتابه لاندې له پوځي عملیاتو د امریکا ملاتړ پای ته ورسوي.
ولسمشر جو بایډن د روسیې پر تهاجمي اقداماتو هم انتقاد وکړ او د امریکا په ټاکنو کې یې د روسیې د لاسوهنو، انټرنیټي حملو او د مسکو له خوا د خلکو مسمومولو ته هم اشاره وکړه.
تېره ورځ د امریکا د مرکزي قومندانۍ ویاند ویلي چې په سعودي کې یې د خپلو نظامي اډو پراختیایي کارونه پیل کړي دي.
بیل اوربان اسوشیټډ پریس ته ویلي چې دوی پر سعودي عربستان د ډرون او توغندویي بریدونو له امله اندېښمن دي او له همدې امله یې پرېکړه کړې ده چې د خپل دې ستراتیژیک متحد او خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره په سعودي کې خپلې پوځي اډې پراخې او د همدې هېواد د امنیت ډاډمنتیا لپاره لا ډېرې هلې ځلې وکړي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان کنټ مککینزي هم ویلي وو چې دوی به د سیمې امنیت لپاره په سعودي کې خپلو اډو ته تازه دمې سرتېري او لا ډېر پوځي تجهیزات واستوي.