جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+یوې هندي جوړې د سمندر لاندې واده وکړ

یوې هندي جوړې د سمندر لاندې واده وکړ

تاند ( جمعه، د دلوې ۱۷)  د هند په تامل ناډو ایالت کې د سمندر په ژورو کې یوې جوړې چې مينه يې سره لرله د واده ځانګړي مراسم ترسره کړل.

هندي رسنۍ وایي چې د مينې يوې جوړې چې چنا دوورای او ایس سویټا نومومېدل  د واده مراسمو لپاره نیلنکرای ساحل ته نږدې ۶۰  فوټه ژورې اوبه غوره کړې.

سرچینې وایي چې دوی دواړو جوړه د واده  دودیزې جامې اغوستې وې او یو بل ته یې هارونه واچول.

راپورونه زياتوي، چنا دورای دا ارمان لروده چې دوی به يو بل ته د واده کولو پرمهال د ګلونو هارونه د سمندر ژورو اوبو کې اچوي.

 هندۍ رسنۍ وایي چې، سافټویر انجینر سویتا، د خپلې میرمنې چنا دوراي هیله پوره کړه.

د واده د يادو مراسمو وروسته چنا دورای وويل چې د خپل ژوند خورا مهمه ورځ يې په شوق سره ونمانځله.

دا ډول پېښې په ټوله نړۍ کې هرکله نه ځینې وختونه رامنځته کېږي.

له دې وړاندې یوې جوړې په آسټرالیا کې د کرکټ په لوبغاړي کې د لوبې د نندارې پرمهال یو بل ته د واده وړاندیز وکړ او دواړو ومنله.

یو هندي هلک او آسټراليايۍ نجلۍ د لوبې د ليدو پرمهال کوژده کړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب