یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونههېواد کې د بې کارۍ کچې لوړېدو خلک اندېښمن کړي

هېواد کې د بې کارۍ کچې لوړېدو خلک اندېښمن کړي

تاند ( جمعه، د دلوې ۱۷) د کابل او یو شمیر ولایتونو اوسیدونکي د بې روزګارۍ له کبله له ستونزو سره مخ دي او له حکومته غواړي څو دې برخې ته جدي پام وکړي.

د کابل د بګرامیو ولسوالي یو هټیوال تاند سره خبرو کې وايي، د خلکو د اقتصاد کچه دومره لویدلې چې ان د کور د سودا د پوره کولو توان یې هم ندی پاتی.

هغه وايي:« پخوا به مو د ورځې ۱۰ زره افغانۍ نغده دوکانداري کوله، خو اوس په قرضو هم څوک د ۵ زرو سودا نه وړي.»

د احمد شاه بابا مېنې یو بل اوسیدونکی سهیل احمد چې غریبکار دی وايي، شل ورځې کیږي ټک کار یې ندی کړی.

هغه وايي: « دا شلمه ورځ ده چوک کې ولاړ یم د کار درک نشته، حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې د کار او بار برخې ته جدي پام وکړي، خلک له سختو مشکلاتو سره مخ دي.»

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره هم مني چې دا مهال ټول هېواد کې ۱۰میلیونه د کار پرشرایطو برابر وګړي بې روزګاره دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان کې د کار پر شرایطو برابرو وګړو شمېر شاوخوا ۱۶ میلیونو ته رسیږي، چې له ډلې یې شپږ میلیون کسان پر دندو بوخت دي او پاتې ۱۰میلیونه نور وزګار دي.

د اقتصاد وزیرې کریمې حامد فاریابي ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وویل چې هېواد کې د بوختو کسانو له ډلې، شاوخوا ۴۵.۴ سلنه یې د کرنې په سکتور کې بوخت دي او پاتې نور یې په بېلابېلو سکتورونو کې کار کوي.

نوموړې څرګنده کړه چې د اقتصاد وزارت وروستۍ سروې په ډاګه کوي چې د کرونا ویروس او ګرځ بندیز له کبله په ۱۳۹۹کال کې د افغانستان د کليو په پرتله په ښارونو کې د بیوزلۍ کچه څلور سلنه او په کوچیانو کې درې سلنه لوړه شوې ده.

د اقتصاد وزیرې ټینګار وکړ چې حکومت د بېوزلۍ کچې کمولو موضوع ته د خپلو لومړیتوبونو په سر کې ځای ورکړی او اقتصاد وزارت د بېوزلۍ کمولو په موخه د همغږۍ لپاره، د هېواد په کچه د دولتي او نادولتي بنسټونو د پانګونو له موثریت نه په اطمینان تمرکز کړی دی.

د اقتصاد وزیرې دغه راز زیاته کړه چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د ۴۵۵ پروژو له پلي کېدو څخه څه باندې درې میلیون وګړي په مستقیم او غیر مستقیم ډول برخمن شوي او پروژې په متوازن ډول په ۳۴ ولایتونو او ۲۲۲ ولسوالیو کې تطبیق شوي دي.

خو د دې هرڅه ترڅنګ اقتصاد وزارت بیا ډاډ څرګندوي چې افغانستان به په ۱۴۰۰ کال کې له ۲.۳ سلنې نه تر درې سلنې پورې مثبته اقتصادي وده ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب