تاند (جمعه، د دلوې ۱۷) د افغان ځوان لوبغاړي رحمن الله ګوربز اړوند ډیلي بولز لوبډلې قلندرز لوبډلې ته په ماتې ورکولو لومړی مقام خپل کړ.
د متحده عربي اماراتو په لس اوره سوداګریز لیګ کې د ډیلي بولز او قلندرز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.
ډيلي بولز پچه وګټله او قلندرز ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
قلندرز په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٧ منډې وکړې او ډیلي بولز ته یې د ۱۰۸ منډو هدف ورکړ.
ټام بانټون ٢٦، کريس جورډن ١٨ او سميت پټيل بیا ١٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.
ډيلي بولز ټاکل شوی هدف په اتم اور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو د ۹ وېکټو په شتون کې پوره او لوبه یې وګټله.
ايوين ليويس ٤٨ ناسوځېدلې، روي بوپاره ٣٧ ناسوځېدلې او رحمن الله ګوربز ١٧ منډې وکړې.
د قلندرز له لوري احمد دانيال ١ ويکټ واخيسته.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ايوين ليويس ته ورکړل شوه.
په روان ليګ کې دا د قلندرز لوبډلې لومړۍ ماته ده.
دغه راز ډيلي بولز هم پنځه لوبې وګټلې او د ١٠ نومرو سره په لومړي سر کې ده.
ناردرن واريرز او همدا راز قلندرز هم ١٠-١٠ نومرې لري.