پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+ابوظبهۍ، بنګله ټایګرز ته په ماتې ورکولو بل پړاو ته لاړ

ابوظبهۍ، بنګله ټایګرز ته په ماتې ورکولو بل پړاو ته لاړ

تاند ( جمعه، د دلوې ۱۷) د متحده عربي اماراتو په لس اوره سوداګریزو لوبو کې د ټيم ابوظهبي او بنګله ټايګرز لوبډلو ترمنځ تېره شپه لوبه ترسره شوه.

په پيل کې پچه بنګله ټايګرز وګټله او توپ اچونه يې غوره کړه.

ټيم ابوظهبي په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ١١۶ منډې وکړې.

د دوی لپاره پاول سټرلېنګ ٦۴ ناسوځېدلې او لوکي رايټ بیا ٢٧ منډې وکړې.

بنګله ټايګرز لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شو کړای.

یادې لوبډلې په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٩٥ منډې وکړې او لوبه یې د ٢١ منډو په توپير وبایلله.

د ټايګرز له خوا جوهانسن چارلس ٥٩ او ټام موريس ١٢ منډې وکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه پال سټرلينګ ترلاسه کړه.

د ټيم ابوظهبي له بريا سره سم په جدول کې څلورمه لوبډله شوه او بل پړاو ته يې لار پېدا کړه.

د یادونې ده چې د روانو لوبو پلى اف پړاو ته ډيلي بولز، ناردرن واريرز، قلندرز او ټيم ابوظهبي لوبډلو لار موندلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب