جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+یو هندي هلک او آسټراليايۍ نجلۍ د لوبې د ليدو پرمهال کوژده...

یو هندي هلک او آسټراليايۍ نجلۍ د لوبې د ليدو پرمهال کوژده کړې

تاند (دوشنبه، د قوس ۱۰) د هند او اسټراليا د لوبې پرمهال يوهندي هلک له اسټراليايۍ نجلۍ سره کوژده وکړه

دا لوبه چې تېره ورځ  ترسره شوه دېره په زړه پورې وه اسټراليا له لومړۍ وروسته دوهمه لوبه هم په لوړ توپير وګټله او هندۍ لوبډله يې ماته کړه.

په لوبه کې که څه هم ځينې ريکارډونه جوړشو خو؛ د لوبې پر مهال هغه وخت د کېمرو سترګې په نندارچيانو کې ناستو کسانو ته لاړې چې يو هندي هلک يوې اسټراليايۍ نجلۍ ته د کوژدې وړانديز وکړ.

د هند د توپوهنې پر مهال د ٢٠م او ٢١م اور پر مهال کېمرې د نندارچيانو لوري ته لاړې.

هلته وليدل شو چې يو هندي هلک يوې اسټراليايۍ نجلۍ ته د کوژدې وړانديز وکړ او هغې هم ورته (هو) وکړ چې دواړو د خپل ژوند دا صحنه يادګار او خوندي کړه.

کله چې کېمرې بېرته لوبغاړي ته وګرځېدې، نو ځينې اسټراليايي لوبغاړي چې دا صحنه يې ننداره کوله، هغوى هم  دوى وهڅول.

د دغه هندي هلک او اسټراليايۍ نجلۍ عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېر لاس کېږي په ځانګړې توګه په ټويټر کې خلکو ډېر خپاره کړي.

يو کس بيا د دغه نجلۍ او هلک له عکس سره په ټويټر کې ليکلي دي، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه دې ځوان ترلاسه کړه.

د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو په دوهمه لوبه کې هم اسټراليا د ٥١ منډو په توپير هند ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه.

همدا راز په دې لوبه کې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو په تاريخ کې دويم ځل دا کار وشو، چې د اسټراليا لومړنيو پنځه توپوهونکو تر پنځوس زياتې منډې ترلاسه کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب