Homeخبرونهامارات، افغانستان سره د هر اړخيزه مرستو چمتووالی ښودلی

امارات، افغانستان سره د هر اړخيزه مرستو چمتووالی ښودلی

تاند (دوشنبه، د قوس ۱۰) متحده عربي امارات وایي تمه لري چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو مرستیالو وزیرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو تر څنګ په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

متحده عربي اماراتو ویلي چې دوی د کورونا وبا او جګړو په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره په بشري مرستو ته تیار دي او دغه راز هڅه کوي د افغانستان د سولې په پروسه کې هم مثبت رول ولوبوي.

دواړو لورو ټینګار کړی چې افغان جګړه د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او باید په دې برخه کې هڅې ډېرې شي.

دوی په نړیواله او سیمه ییزه کچه پر روان وضعیت هم خبرې او بحثونه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...