جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني د کورونا دوهمې څپې لپاره د هر ډول چمتووالي آمر کړی

ولسمشرغني د کورونا دوهمې څپې لپاره د هر ډول چمتووالي آمر کړی

تاند ( دوشنبه، د قوس ۱۰)  ولسمشر غني تېره ورځ ناوخته په ارګ کې د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره په هېواد کې د کورونا له امله پر رامنځ ته شوي وضعیت او د دغه ویروس پر دوهمې څپې خبرې کړې دي.

ولسمشر غني ویلي تمه لري چې، عامې روغتیا وزارت د کورونا وبا له لومړۍ څپې تجربه اخیستې وي او د دغه وبا پر وړاندې اړین تدابیر ولري.

هغه ویلي چې ژر تر ژره به د کورونا وبا د پراختیا د مخنیوي په برخه کې خپل اقدامات چټک کړي خو تر هر څه مهمه دا ده چې د افغانستان روغتیايي سکتور د دغه وبا د کنټرول لپاره بشپړ تیاری ولري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې د کورونا وبا دوهمه څپه پيل شوې ده او ښایي زرګونه کسان بیا هم په دغه ویروس اخته شي.

دوی پر هېوادوالو غږ کړی چې روغتیايي سپارښتنو ته جدي پام وکړي او په دې توګه خپل ځان او کورنۍ له دغه وژونکي ویروس وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب