Home+د ملریا نړیواله ورځ: ملریا څه ډول ناروغي ده؟

د ملریا نړیواله ورځ: ملریا څه ډول ناروغي ده؟

د روغتیا نړیوال سازمان او د افغانستان عامې روغتیا وزارت د1400 لمریز کال د راپور پر اساس، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د ملاریا ۱۲۵ زره ۷۸۸ مثبتې پېښې په افغانستان کې ثبت شوې وې.

دواړو دا معلومات د ملریا پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړل.

د روغتیا نړیوال سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ملریا د دغو پېښو نږدې ۹۰ سلنه یوازې د افغانستان په څلورو ختیځو ولایتونو ننګرهاره، لغمان، کونړ او نورستان کې ثبت شوې.

دا شمېر اوړم (۲۰۲۱) کال افغانستان کې د ملاریا د ثبت شویو مثبتو پېښو پرتله ۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

 د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ویاند شرافت زمان په وینا له ۲۰۱۶ تر ۲۰۲۲ کال پورې په افغانستان کې د ملریا پېښې نږدې ۶۷ سلنه کمې شوې دي.

دی زیاتوي چې په ۲۰۲۲ کال کې د ملاریا د ډېرو پېښو د ثبتېدو لامل دا دی چې ګوندې اوس خلک ډېر روغتیایي خدماتو ته لاسرسى لري، نو ځکه یې پېښې ډېرې ثبتېږي.

نوموړی وايي تېر کال د ملریا له کبله په افغانستان کې د مړینې کومه واقعه هم نه ده ثبت شوې.

د ښاغلي زمان په وینا افغانستان کې د ملریا د ثبت شویو پېښو نږدې ۹۶ سلنه د دې ناروغۍ د پلارسمودیم وای واکس بڼه ده.

د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزارت یاند وايي، دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې په بشړ ډول د ملریا پېښو په محوه کولو  کې همکاري وکړي.

ملریا ژوند ګواښونکې ناروغي ده چې د غوماشو په وسیله انسانانو ته خپریږي. خو د دې ناروغۍ مخنیوی ممکن دی او درملنه یې هم شته.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د نړۍ نږدې نیمایي وګړي د دې ناروغۍ له خطر سره مخ دی.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی، چې لاهم د ملریا ناروغي پکې ډېره ده او زرګونه خلک په تېره بیا ګرمۍ موسم کې پرې اخته کېږي.

دغه سازمان او ملګرې ادارې یې سږکال د ملریا ناروغۍ نړیواله ورځ د هغو هیوادونو په لاس ته راوړنو لمانځي چې ملریا یې په بشپړه توګه محوه کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...