پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهلشکر طیبه د کشمیر د برید مسوولیت ومانه، لشکر طیبه څوک ده؟

لشکر طیبه د کشمیر د برید مسوولیت ومانه، لشکر طیبه څوک ده؟

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۵ مه) د پاکستان له ملاتړه برخمنې وسله‌والې ډلې لشکر طیبه د پټ نوم “د مقاومت جبهې” تر چتر لاندې د هند د جمو او کشمیر د اتحادي قلمرو د سې شنبې په ورځ (د اپرېل په ۲۲مه) په یوه خونړۍ برید کې د ۲۶ سیلانیانو د وژلو مسوولیت منلی دی.

 د هندي چارواکو په وینا، برید کوونکي له پاکستانه راغلي وو.

د هندو ورځپاڼې راپور ورکړی چې یاغیانو هغه مهال پر سیلانیانو برید وکړ کله چې هغوی د پاهلګام ښار ته څېرمه له یوه ځنګله راووتل. شاهدان وایي، برید کوونکو د خپلو هدفونو هویت د نژدې واټن څخه معلوم کړ، څو هندوان وپیژني او مسلمانان ژوندی پرېږدي.

د لانګ وار ژورنال د راپور له مخې، اټکل کېږي چې له شپږو زیات وسلوال په دې برید کې ښکېل وو. هندي چارواکي وایي، دوه کشمیریان چې په ۲۰۱۸ کال کې پاکستان ته تللي وو، له درې پاکستاني یاغیانو سره یوځای د هند قلمرو ته ننوتلي او دغه برید یې ترسره کړی دی.

دا برید ۲۰۰۸ کال د نومبر له ۲۶مې راهیسې په هند کې تر ټولو خونړی برید ګڼل کېږي. هغه مهال د لشکر طیبه ځانمرګي بریدګرو په ممبی ښار کې د درې ورځو لپاره پر بیلابیلو ځایونو، لکه تیاتر، د ریلګاډي تمځای، هوټلونو او یوه یهودي مرکز بریدونه وکړل چې ۱۶۴ تنه یې ووژل. هندي استخبارات وتوانېدل چې د برید پر مهال د وسلوالو تیلیفوني اړیکې تر پاکستان پورې تعقیب کړي، چیرې چې د لارښوونکو ورته د وحشتناکو میتودونو له لارې د غیرملسمامانو د وژلو امرونه ورکول او د دغو وژنو پر مهال یې خندل.

د دغو بریدونو له امله، انټرپول د پاکستان د پوځ د دوو برحاله جنرالانو او یوه تقاعد شوي جګړن د نیولو لپاره نړیوال حکمونه صادر کړل.

لشکر طیبه د هند او افغانستان پر ضد

لشکر طیبه په تېرو کلونو کې په هند او افغانستان کې ګڼ بریدونه کړي، د بېلګې په توګه د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر پر ۱۳مه په نوي ډیلي کې د هند پر پارلمان او د ۲۰۱۴ کال د مې پر ۲۳مه په هرات ښار کې د هندوستان پر قونسلګرۍ برید.

د لشکر طیبه پټ نوم: د مقاومت جبهه

لانګ وار ژورنال وايي، د جنوبي اسیا د ترهګرۍ څار بنسټ (South Asia Terrorism Portal) د راپور له مخې، د مقاومت جبهه د لشکر طیبه یوه څانګه ده چې د ۲۰۱۹ کال په اګست کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې هند د جمو او کشمیر ځانګړی خپلواک حیثیت لغوه کړ او سیمه یې مستقیماً تر خپلې ولکې لاندې راوسته. د دې ډلې مشران ساجد جټ، سجاد ګل، او سلیم رحماني د لشکر طیبه له شبکې سره تړلي دي.

لشکر طیبه په هند کې د خپلو فعالیتونو د پټ ساتلو لپاره له مختلفو پټو نومونو کار اخلي. د هند مجاهدین (Indian Mujahideen)، چې د امریکا له خوا یوه ترهګره ډله ګڼل شوې، د لشکر طیبه او حرکت الجهاد الاسلامي دواړو لپاره پوښ سازمان دی. دغه راز، لشکر طیبه د خپل ملاتړ لپاره نور پوښ سازمانونه لکه د ملت مسلم لیګ (MML) او تحریکِ آزادیي کشمیر (TAJK) هم جوړ کړي دي.

لشکر طیبه – د پاکستان تر ټولو ځواکمنه نیابتي ترهګره شبکه

لشکر طیبه په ۱۹۸۷ کال کې د حافظ سعید، اسامه بن لادن (د القاعدې بنسټ‌ګر)، او عبدالله عزام (د نړیوال جهاد روحاني پلار) له خوا تاسیس شوه. بن لادن له دې ډلې سره مرسته وکړه چې د افغانستان په کونړ او پکتیا ولایتونو کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي. لشکر طیبه د القاعدې د هدفونو ملاتړ کوي، یعنې د جنوبي اسیا او نورو سیمو په کچه د اسلامي خلافت د جوړولو هڅه کوي.

د پاکستان دولت، چې د جمو او کشمیر د هند دعوه نه مني او له کلونو راهیسې د هند پر ضد بیلابیلې ترهګرې ډلې روزي او ملاتړ یې کوي، لشکر طیبه ته اجازه ورکړې چې په ښکاره توګه فعالیت وکړي. دغه ډله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې دفترونه لري او مشران یې پرته له کوم محدودیته فعالیت کوي.

د لشکر طیبه مرکزي دفتر “مرکز طیبه” لاهور ښار ته څېرمه په موریدکې کې پروت دی، چې د راتلونکو جهادیانو د ذهنونو د مینځلو او پوهاوي لپاره کارول کېږي. د پنجاب ایالتي حکومت له دې مرکز سره مالي مرسته کړې ده.

که څه هم پاکستان وخت نا وخت ادعا کوي چې پر لشکر طیبه بندیزونه لګوي او حافظ سعید یې څو ځله نظر بند کړی، خو دا محدودیتونه یوازې تر هغه وخته دوام لري چې نړیوال فشار دوام لري.

نړیوال غبرګون

لشکر طیبه د امریکا له خوا د بهرنیو ترهګرو ډلو په لېست کې شامله ده، او حافظ سعید د “په ځانګړي ډول د نړیوال ترهګر” په توګه پېژندل شوی. سره له دې، د پاکستان د پوځ لوړپوړي افسران او سیاستوال له دې ډلې او حافظ سعید سره ښې اړیکې لري. حافظ سعید پخوا په منظم ډول د پاکستان پر تلویزیوني چینلونو راښکارېده.

سره له دې چې لشکر طیبه له القاعده او نورو ترهګرو شبکو سره څرګندې اړیکې لري، او په هند او افغانستان کې یې خونړي بریدونه کړي، د پاکستان دولت لا هم د دې ډلې پر ضد جدي اقدامات نه دي کړي.

1 COMMENT

  1. جنرال مبین څو ورځي پخوا په خپل اکس پاڼه یا ټویټر ولیکل چې پاکستان حافظ سعید له مینځه وړی همدارنګه د تاسو رسانۍ تیره ورځ خبر خپور کړ چې ټي ټي پی ویلی وو چې پاکستان غواړی ځيني جنګي ډلی په کشمیر کې بوختی وساتي،
    https://taand.net/?p=253798
    همدارنګه د امریکا سنا جرګي د پاکستان د پوځ په مشر باندې بندیز لګولی کچیری نړیوال دا ګام پورته کړی نو سیمه په امن شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب