پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهد ټي ټي پي پخوانی ویاند وايي، پاکستان غواړي وسله والې ډلې...

د ټي ټي پي پخوانی ویاند وايي، پاکستان غواړي وسله والې ډلې په کشمیر کې بوختې کړي

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۴مه) د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) پخواني ویاند په هندي کشمیر کې د وروستي برید په غبرګون کې ادعا کړې چې د پاکستان امنیتي تګلاره بیا د کشمیر په تړاو د وسله‌والو ډلو د کارولو خوا ته اوښتې ده.

د ټي ټي پي پخوانی ویاند احسان‌الله احسان، په خپل تازه تحلیل کې ویلي چې مخکې یې د پاکستان د نوې امنیتي تګلارې په اړه خبرداری ورکړی و، خو اوس یې دا خبرداری په حقیقت بدل شوی دی.

هغه د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۹مه نېټه په یوه پوسټ کې ویلي و چې پاکستان خپله امنیتي ستراتیژي له سره ارزوي او غواړي یو ځل بیا د کشمیر په شخړه کې له وسله‌والو ډلو کار واخلي.

احسان‌الله، چې له TTP څخه تر بېلتون وروسته څو ځله په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د سیمې د تحولاتو په اړه څرګندونې کړې، ویلي دا چې پاکستان د وسله‌والو ډلو لور ته ګرځي، د کابل او نوي‌ډیلي ترمنځ د سیاسي او امنیتي نژدېوالي مستقیم غبرګون دی.

هغه ټینګار کړی چې «د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د پیاوړتیا له امله، د پاکستان چارواکي هڅه کوي چې د غیرحکومتي لوبغاړو له لارې پر هند فشار راوړي.»

احسان‌الله احسان خبرداری ورکړی چې دغه سیاست سیمه یو ځل بیا مزمنو کړکېچونو او سرحدي شخړو ته بېولی شي.

د فرانسې خبري اژانس ته یوه جګپوړي پولیس افسر د سې‌شنبې په ماښام وویل چې لږ تر لږه ۲۶ تنه د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې هغه مهال ووژل شول، کله چې وسله‌والو پر ګرځندویانو ډزې وکړې. چارواکو دا برید د وروستیو کلونو په ترڅ کې پر ملکي وګړو تر ټولو خونړی برید بللی دی.

احسان‌الله احسان له دې مخکې هم د اسلام‌آباد پر امنیتي تګلارو نیوکه کړې وه او په یوه پخواني تحلیل کې چې عنوان یې و: «د کشمیر په اړه د پاکستان نوې ستراتیژي د جهادي ډلو د کارونې لپاره»، خبرداری ورکړی و چې ښایي جنوبي آسیا بېرته د پخوانۍ امنیتي فضا پر لور ولاړه شي.

سره له دې چې د پاکستان رسمي سرچینو دا ادعاوې تأیید یا رد کړي نه دي، خو سیمه‌ییز شنونکي باور لري چې د جنوبي آسیا جیوپولیټیکه سیالي او په افغانستان کې روان وضعیت ښایي د پاکستان د امنیتي ستراتیژۍ د بدلون سبب شوی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب