جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپر کیف د روسیې برید ۸ تنه ووژل، تر ۷۰ زیات ټپیان

پر کیف د روسیې برید ۸ تنه ووژل، تر ۷۰ زیات ټپیان

روسیې تېره شپه د توغندیو او ډرونونو له لارې د اوکراین پلازمېنه کیف بمبارد کړې، چې له امله یې لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي او تر ۷۰ زیات ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا، برید د اور لګېدنې سبب شوی او ۶ ماشومان هم په ټپیانو کې شامل دي.

د کیف ښاروال، ویتالي کلیچکو، د تلفاتو شمېر تایید کړی او ویلي یې دي چې تر ټولو جدي زیان د ښار لویدیځ ته په سویتوشینسکي ولسوالۍ کې رامنځته شوی، چیرې چې ژغورونکي لا هم د کنډوالو پاکولو او د احتمالي ژوندي کسانو د موندلو هڅه کوي.

په ټولنیزو شبکو خپاره شوي انځورونه ښيي چې ژغورونکي د شپې لخوا د پروژکټورونو په رڼا کې کار کوي، د زینو په مرسته ودانیو  ته پورته کیږې او په اپارتمانونو کې د خلکو وضعیت څېړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر، اندريي سیبیها، دا بریدونه «وحشیانه» بللي او ویلي یې دي چې روسیه د سولې پر وړاندې اصلي خنډ دی.

تر دې دمه روسیې د برید په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...