تاند【پنجشنبه د ثور ـ غویي ۴مه】د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرتیا کې له خپلو وګړو غوښتي، چې کشمیر ته له سفر کولو ډډه وکړي.
دغه خبرتیا وروسته له هغې ورکول شوې، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسله والو په یوه برید کې ۲۶ سیلانیان ووژل.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس، مېرمن او درې اولادونه یې هند ته په څلور ورځني سفر تللي دي.
د دې برید له امله د هند حکومت له پاکستان سره ځمکنۍ پولې تړلي؛ ډيپوماټيکې اړیکې یې محدودې کړي او د پاکستان وګړو سربېره یې له ډيپوماټانو غوښتي، چې له دغه هېواده ووځي.
پاکستان د هند دا عمل ناسنجول شوی بللی دی.
پاکستان هند ته په غبرګون کې نن پنجشنبه د وضعیت ارزونې لپاره د ملي امنیت کمېټې غونډه رابللې ده.
امریکا متحده ایالاتو هم د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي سیلانیانو د وسله والو برید غندلی و.https://taand.net/?p=253798