تاند. پنجشنبه، د غويي/ ثور ۴ مه) د بشري حقونو، مدني او د ښځو ۴۸ ملاتړو بنسټونو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه پرانیستي لیک کې د افغان کډوالو د مهاجرتي دوسیو د ارزونې د بهیر په درېدو یا ځنډېدو “ژوره اندېښنه” څرګنده کړې او د دغو پروګرامونو د ژر تر ژره بیا پيلېدو غوښتنه کړې ده.
په لیک کې ټینګار شوی چې د مهاجرت پروګرامونه لکه «P-1»، «P-2» او «SIV» د امریکا له لوري د خپلو پخوانیو متحدانو پر وړاندې قانوني او بشري ژمنې دي، چې باید ژر تر ژره بېرته فعاله شي.
په لیک کې ویل شوي چې د ډېرو افغان کډوالو مهاجرتي دوسیې لا هم نه دي ارزول شوي، چې په هغوی کې ښځینه فعالانې، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان، ښوونکي، هنرمندان او هغه کسان شامل دي چې پخوا یې د امریکا له لوري په تمویلېدونکو پروژو کې کار کړی — دا هغه افراد دي چې د ۱۹۵۱ میلادي د مهاجرت کنوانسیون او د ۱۹۶۷ پروتوکول له مخې د نړیوال ملاتړ حق لري.
په لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته په خطاب کې راغلي: «زرګونه افغان کډوال چې د امریکا د مهاجرتي پروګرامونو لپاره یې غوښتنې کړي، له دوو یا درېیو کلونو راهیسې په درېیمو هېوادونو لکه ایران، پاکستان، متحده عرب اماراتو او ترکیه کې په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د درېیمې مادې (د ژوند او امنیت حق)، د ۱۴مې مادې (د پناه حق) او د ماشوم د حقونو د کنوانسیون د ۲۷مې مادې (د زدهکړې، روغتیا او سالم پرمختګ حق) ښکاره نقض ګڼل کېږي.»
دا غوښتنه داسې مهال شوې چې د امریکا نوی حکومت، چې مشري یې دونالډ ټرمپ کوي، نژدې درې میاشتې کېږي چې د افغان کډوالو د دوسیو ارزونه، انتقال او بیا میشتونه ځنډولي دي.
فعالانو خبرداری ورکړی چې دغه اقدام زرګونه افغان پناهغوښتونکي له یوې نامعلومې او بې برخلیک حالت سره مخ کړي دي. یو شمېر دغو کسانو ویلي چې له امریکایي ادارو او پوځ سره د همکارۍ له امله د طالبانو له مستقیم ګواښ سره مخامخ دي — لکه د انتقام اخېستنې، نیونې یا حتی د مرګ له خطر سره.