Homeخبرونهپاکستان د هند د پرېکړې په غبرګون کې واګه بندر وتاړه

پاکستان د هند د پرېکړې په غبرګون کې واګه بندر وتاړه

تاند【پنجشنبه د ثور ـ غویي ۴مه】د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته د زیاتېدونکي کړکېچ پر دوام، پاکستان نن (پنجشنبه، د غویي ۴مه) د هند د اقداماتو په غبرګون کې د واګه بندر تړلی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي، دغه پرېکړه د دغه هېواد د لومړي وزیر، شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت کمېټې په غونډه کې شوې.

د اسلام‌اباد او نوي ډیلي ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په یوه برید کې ۲۶تنه سېلانیان ووژل شول.
امریکا خپل وګړي کشمیر ته له سفر کولو منع کړل

تر دې وړاندې د یاد برید له امله د هند حکومت له پاکستان سره ځمکنۍ پولې تړلي؛ ډيپوماټيکې اړیکې یې محدودې کړي او د پاکستان وګړو سربېره یې له ډيپوماټانو غوښتي، چې له دغه هېواده ووځي.

په کشمیر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرتیا کې له خپلو وګړو غوښتي، چې کشمیر ته له سفر کولو ډډه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...