پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونههند ته غبرګون؛ پاکستان نن د ملي امنیت کمېټې غونډه کوي

هند ته غبرګون؛ پاکستان نن د ملي امنیت کمېټې غونډه کوي

تاند【پنجشنبه د ثور ـ غویي ۴مه】‏د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ویلي، پاکستان د هند د چهارشنبې د ورځې اعلامیې په غبرګون کې نن پنجشنبه د دغه هېواد د ملي امنيت کمېټې غونډه جوړوي.

اسحاق ډار زیاته کړې، چې د دې غونډې مشري به لومړی وزیر شهباز شریف کوي.

هند چهارشنبه د کابینې په امنیتي کمېټه کې له پاکستان سره د اوبو هوکړه ځنډولې.

‏د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي، د لومړي وزیر نرېندرا مودي په مشرۍ د دغه هېواد د کابینې په امنیتي کمېټه کې پرېکړه شوې چې د هند او پاکستان ترمنځ به د ١٩٦٠ کال د اوبو هوکړه تر هغې ځنډېدلې وي چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ و نه دروي.

کمېټې پرېکړه کړې چې، پاکستاني وګړو ته به هند ته د ورتګ اجازه نه ورکول کیږي او په هند کې مېشت پاکستاني وګړي اړ دي په ٤٨ ساعتونو کې دغه هېواد پرېږدي.

دغې کمېټې د نورو پرېکړو سربېره هندي پوځیانو ته د تیارسي امر هم کړی دی.

دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د سه شنبې په ورځ مشکوکو وسلوالو د کشمیر په یوه سیاحتي سیمه کې برید وکړ او ۲۶ کسان یې ووژل، چې دا برید په تېرو نژدې شلو کلونو کې د ولسي وګړو پر ضد تر ټولو خونړی ګڼل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب