Homeخبرونهبریتانیا ۸ افغانان، چې جرمونه یې کړي وو، افغانستان ته واستول

بریتانیا ۸ افغانان، چې جرمونه یې کړي وو، افغانستان ته واستول

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۵ که) د بریتانیا حکومت هم په لومړي ځل د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته څو تنه جنایتکاره افغانان له خپلې خاورې افغانستان ته واستول.

د هایفن د راپور له مخې، یو کس د ۲۰۲۱ کال په اګست کې — څو ورځې د بریتانیایي وګړو او افغان همکارانو د بیړنۍ ایستنې (evacuation) له پیلېدو مخکې — د یوه تجارتي پرواز له لارې افغانستان ته واستول شو. نور هغه کسان چې ایستل شوي، د لا جدي جرمونو لکه جنسي تیري او تاوتریخوالي په جرمونو محکوم شوي وو. ویل شوي چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د ډېری جرمونو دقیق ماهیت له دې کبله چې د دغه هیواد قوانین د مجرمانو محرمیت په پام کې لري، نه‌دی ښودلی.

ټول اته کسان د “رضاکارانه ایستنې” په کټګورۍ کې شامل شوي، یعنې هغوی له حکومت سره له بریتانیا څخه د وتلو په بهیر کې همکاري کړې ده.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې دوی د تجارتي هوايي شرکتونو له لارې ایستل شوي او د بیا میشتېدنې په خاطر یې تر یو نیم زر پونډه مرسته ترلاسه کړې ده.

که څه هم له بریتانیا څخه له ۲۰۲۱ راهیسې افغانستان ته د بېرته ستنولو چارې ځنډېدلې وې، خو د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت لا هم رضاکارانه ایستنې تنظیموي.

ځینې افغان کتونکي وايي، تمه ده چې د طالبانو حکومت هم له دغو اخراج شویو کسانو سره د مجرمانو په ډول چلند وکړي ځکه چې هغوی له افغانستانه دباندې د افغانانو د نوم بدۍ سبب شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...