Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان او روسیه په ترانس افغان پروژه کې فعاله ونډه اخلي

ازبکستان او روسیه په ترانس افغان پروژه کې فعاله ونډه اخلي

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۴که) د استانه ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، ازبکستان او روسیې یو مهم سند لاسلیک کړی، چې پر اساس به یې د “ترانس-افغان” ریللار پروژه رسماً پیل شي.

دا پروژه به منځنۍ آسیا د افغانستان له لارې له پاکستان سره ونښلوي او د سیمې لپاره یوه ستراتیژیکه زیربنایي هڅه بلل کېږي.

دا سند چې د دواړو هېوادونو د ترانسپورت وزارتونو، د روسیې د ریللارې ادارې (Russian Railways)، او د ازبکستان د Temir Yollari ادارې ترمنځ لاسلیک شوی، د دې پروژې د امکان‌سنجۍ د مرحلې پیل ته لاره هواروي، چې ټاکل شوې ده په ۲۰۲۵ کال کې پیل شي. په دې پړاو کې به د مالونو د انتقال ظرفیت، د لارو د عملي‌والي، او اقتصادي ګټورتیا ارزونه وشي.

د روسیې د ترانسپورت وزارت په وینا، دوه ممکنه لارې تر غور لاندې دي:

  • لومړۍ لاره: مزارشریف – هرات – دلارام – کندهار – چمن (پاکستان)
  • دوهمه لاره: ترمذ (ازبکستان) – نایب‌آباد – لوګر – خرلاچي (خیبرپښتونخوا)

ټاکل شوې ده چې د پاکستان د ریللارې چارواکي او د افغانستان یو پلاوی د مې په ۱۵–۱۶ د روسیې–اسلامي نړۍ د فورم پر مهال د کازان په ښار کې نورې خبرې وکړي. دا پرمختګ له هغه وروسته څرګند شو چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار، هیله وښوده چې درې‌اړخیز چوکاټي تړون به ژر لاسلیک شي.

ازبکستان، چې دمګړۍ د افغانستان له شمال سره مستقیمه ریللار لري، غواړي خپل ځان د روسیې، چین او جنوبي آسیا ترمنځ د ترانزیټي سوداګرۍ یو مهم مرکز وښيي. د ۲۰۲۵ په جنورۍ کې، تاشکند له طالبانو سره د حیرتان–مزارشریف رېل‌پټلۍ د چلولو او ساتنې تړون تمدید کړ. دا رېللار د چین–قرغیزستان–ازبکستان–افغانستان د سوداګرۍ د دهلېز یوه مهمه برخه ده.

تمه ده چې د دې پروژې ارزښت به هغه مهال نور هم ډېر شي چې د چین–قرغیزستان–ازبکستان رېل‌پټلۍ بشپړه شي، ځکه دا به چین ته د منځنۍ آسیا د هېوادونو یوه بله مستقیمه رېللار برابره کړي. دا مهال، سیمې ته د چین لاسرسی تر ډېره د قزاقستان له لارې دی.

له افغان چارواکو سره د همکاریو د اسانتیا په موخه، د روسیې سترې محکمې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۷مه د طالبانو پر ضد د ۲۰۰۳ کال بندیز لغوه کړ. په دې بندیز کې طالبان ترهګره ډله ګڼل شوې وه، خو اوس د روسيې دولتي ادارو ته اجازه ورکول شوې چې له طالبانو سره رسمي تعامل وکړي. دا اقدام د سوداګرۍ او زیربنايي همکاریو لپاره نوی فرصت رامنځته کوي.

د روسیې مرستیال صدراعظم، الکسي اوروچک، وویل چې د پالیسۍ دا بدلون به د روسیې صادرات پیاوړي کړي او د افغانستان د ترانسپورتي او لوژستیکي ظرفیتونو دروازې پرانیزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...