جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهترکیه: د ایاصوفیه د لمانځه په اړه د یونان غبرګون له اسلام...

ترکیه: د ایاصوفیه د لمانځه په اړه د یونان غبرګون له اسلام او ترکیې سره دښمني ده

تاند(شنبه، د اسد ۴) د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې په ایا صوفیه کې د جمعې له لمانځه سره د یونان قهرجن عکس العمل له اسلام او ترکیې سره د دښمنۍ یو بل پړاو و.

د انادولیا خبري اژانس له راپور سره سم، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې امي اکسوی وویل، د یونان لخوا د ایا صوفیه د لوی جومات د پرانستلو په اړه لاریونونه او د یونان د چارواکو څرګندونو خلک او اتن دې ته هڅولي چې د ترکیې بیرغ وسوځوي. .

ترکیې په ​​یوه بیان کې وویل: “اتن یوځل بیا د عکس العمل په پلمه له اسلام او ترکیې سره خپله دښمني څرګنده کړه.

موږ د یونان د حکومت او د پارلمان د غړو هغه عمل په کلکه غندو چې خلکو ته یې د دښمنۍ څرګندونې کولې او بیرغ یې په عام محضر کې وغورځاوه.

اکسوې یادونه وکړه چې د ایا صوفیه لوی جومات بیا پرانیستل د اروپا یو ماشوم په قهر کړی چې د سجدې په معنی نه پوهیږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ټینګار وکړ چې یونان باید د خوب نه راویښ شي، چې دا له ۵۶۷ کلونو راهیسې نه دی بریالی شوی.

نوموړې ویلې”هیڅ هیواد ترکیې ته د ملي حاکمیت درس نه شي ښوولی.

د ایا صوفیه لوی جومات چې د ترکي خلکو په غوښتنه پرانستل شو، زموږ د هیواد د نورو کلتوري شتمنیو په څیر په ترکیه پورې اړه لري.”

په ورته وخت کې، ایا صوفیه له ۸۶ کلونو وروسته د لومړۍ جمعې د لمونځ شاهد و.

دا ودانۍ یا پخوانۍ کلیسا په ترکیه او له دې هیواده دباندې له ډېرو مخالفتونو سره سره د رجب طیب اردوغان او جګپوړو ترکي حکومتي چارواکو په حضور کې د جمعې په ورځ په لمانځه رسماً په جومات بدله شوه.

1 COMMENT

  1. د ترکئې د موقف او مؤقعیت په هکله د ویلو څه نسته
    امّا
    یونان د نن ورځی د افراطی وطن پرستانو او ایشیدلو نیشنلیسټانو او د تاریخی برم او تاریخی سابقې په وچو ویاړونو سمبال کسانو لپاره یو اخلاقی او روحی درس او انتباه ګڼل کیدای سی.
    څنګه؟
    د یونان د هیواد د تاریخ په بستر کی د ټولو مشهورو څیرو او څیزونو د نومونو سره د نړۍ د اوو میلیارډو اوسیدونکو څخه فقط دېرش یا څلوېښت زره کسان نا آشنا دی.
    فلسفه، دموکراسی، سقراط، افلاطون، ارسطو، هیرتودوث، هندسه، اکاډمی، المپیاد، سکندر او………
    دا هغه تاریخی نومونه دی چی یونانیان د تاریخ په اوږدو کی په ویاړیدلی دی
    خو
    نن ورځ یونان د علم او صنعت او اقتصاد او حتی اخلاقو او هنر او ادب له اړخه د اروپا تر ټولو فقیر او کم واکه هیواد دی او همدارنګه د اداری فساد او اختلاس له اړخه د اروپا تر ټولو تور او ککړ هیواد دی، د فساد کچه ئی دومره لوړه وه او ده چی وارخطا او ګیچ وولس مجبور سو چی کمونسټان پر ځان حاکم کړی ، که د ارپا د سترو اقتصادی قدرتونو مالی مرسته نه وای نو یونان به د چا خبره سخت ډیوالی وای البته اوس هم ډیوالی دی او خپلی ځینی جزیرې ئې خرڅلاؤ ته اچولی دی او ځینی ئی خرڅی کړی کړی دی.
    د یونان هیواد او خلک د ترکئې د هیواد سره ګاونډی توب لری او مشترک تاریخ ئی د جنجالونو او لانجو څخه ډک دی. یونان د اروپا یا شاید د نړی په سطحه یوازنی هیواد دی چی مسجد پکی نسته ( البته د اتن د ښار په لیری څنډه کی یو وړوکی مسجد فعال ؤ چی څو هفتی مخکی هغه هم وتړل سو ) یونانیان د ترکانو سره د تاریخی کرکی له امله د هر مسلمان او ترکی وګړی څخه هم کلکه کرکه لری بناً د ایا صوفیا د کلیسا یا مسجد یا موزیم په هکله ئی تشویش او خواشینی فقط ( تاریخی) رقیبانه او دښمنانه انګیزه لری نه کومه بله انګیزه البته له حقوقی نظره هم پر ترکئی د اعتراض حق نلری.
    په هر حال
    موږ ته ویل سوی وه او ویل کیږی ( هم د مارکسیزم په پاجهی کی او هم د لیبرالیزم په پاجهی کی) چی د بشری ټولنو د ګډ انسانی سالم ژوند د مناسباتو په سیسټم کی مذهب او مذهبی عقائد هیڅ رول نلری خو داسی ښکاری چی دا ادعا پخه او منل سوی او رښتینی ادعا نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب