سه شنبه, مې 7, 2024
Homeکلتورله کوچنیانو، ماشومانو او نوي نسل سره د چلن مسأله| پوهندوی آصف...

له کوچنیانو، ماشومانو او نوي نسل سره د چلن مسأله| پوهندوی آصف بهاند

ډېری افغانان هڅه کوي چې کوچنیان یې د دوی په څېر ستر شي، د دوی په څېر فکر وکړي او حتی د دوی په څېر خوب او خوراک وکړي. دا ډول خلک تر اوسه نه پوهېـږي چې د دوو نسلونو تر منځ څومره لوی واټن پروت وي. دا لوی واټن به هلته لږ وي یا به ډېر کم وي چې میندې  پلرونه یا مشران د نوي تکنالوژۍ د پر مختگ او حرکت سره سم زدکړې وکړي او پر مخ ولاړ شي، خو سره له دې هم د دوو نسلونو تر منځ جوت توپیرونه شته وي. مثلاً په پخوانیو زمانو کې ډېرو لږو کورنیو او اشخاصو د عکاسۍ کمرې لرلې، خو اوس تقریباً نیمه نړۍ په یوه موبایل کې را ټوله کړای شوې یا راخلاصه شوې ده او نوی نسل استفاده ورنه کوي، که موږ له همدې تکنالوژۍ سره ځان عیار نه کړو او د کارولو وړتیا یې و نه لرو، نو له نوي نسل سره مو واټن ډېـرېـږي.

نور ولولئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب