یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد اکسفورډ پوهنتون کورونا ضد واکسین به بېوزلو هیوادونو ته ارزانه ورکړل...

د اکسفورډ پوهنتون کورونا ضد واکسین به بېوزلو هیوادونو ته ارزانه ورکړل شي

تاند(شنبه، د اسد۴) د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون له لوري جوړ شوي واکسین به د راتلونکي م کال په لومړیو درو میاشتو کې په درسته نړۍ کې خلکو ته ورکړل شي.

د بزنیس ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، دا واکسین به راتلونکې میاشت په هند کې له ۴ زره تر ۵۰ زره رضاکارو باندې وازمویل شي.

د هند سیروم انستیتیوت له اکسفورډ پوهنتون سره د واکسین په جوړولو کې همکاري کوي. د دغه انستتیوت د اجرايي رييس ادار پوناوالا په وینا دا واکسین به په درسته نړۍ کې په ټیټه بیه خلکو ته ورکړل شي.

دی وايي، په هند کې به یې بیه تر زر هندي روپیو (۱۳ ډالره او ۳۵ سینټه) لږه وي.

پوناوالا له بي بي سي سره په مرکه کې وویل، د دغه واکسین پراخ تولید به د راتلونکي میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې پیل شي.

ښاغلي پوناوالا همداراز وویل، د هند سیروم انستیتیوت د کووید ۱۹ واکسین د جوړولو لپاره په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال دی.

دغه انستیتیوت تېره میاشت له استرازنکا کمپنۍ سره، چې له اکسفورډ سره په ګډه واکسین جوړوي، یو قرارداد لاسلیک کړ چې پر اساس یې هند او نورو هغو هیوادونو ته چې وګړي یې لږ عاید لري، تر یو ملیارد ډوزه واکسین ورکړي.

د سیروم انستیتیوت اجرايي ريیس وايي، چې نیمايي واکسین به هندیانو ته ورکړل شي او نیم نور به نورو بېوزلو هیوادونو ته واستول شي.

د بریتانیا اکسفورډ پوهنتون د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر څه باندې زرو کسانو د کرونا ضد واکسین تطبیق د قناعت وړ نتیجه درلوده.

د دغه پوهنتون د ساینسپوهانو په وینا، واکسین‌ یې بې ‌خطره دی او د بدن د معافیت سیستم د کرونا ویروس پر وړاندې د مقابلې لپاره روزي.

د دې ویروس د خپرېدوو له پیله تر اوسه ساینس‌پوهانو د کرونا پر وړاندې واکسین په اړه داسې نتیجه نه‌وه اخیستې.

په تېرو څه باندې شپږو میاشتو کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو سلګونه میلیونه اوسېدونکي د کرونا ویروس پر ضد د واکسین د جوړېدو خبر ته په تمه دي.

په دې موده کې د نړۍ ساینس‌پوهانو ډېرې هڅې وکړې، خو سل په سلو مثبته نتیجه‌ یې نه ‌وه لرلې.

دوی د واکسین تطبیق پر شااوخوا ۱،۰۷۷ داوطلبه کسانو بې‌خطره وو او په وینه کې د سپینو کرویاتو د ډېرېدو لامل کېږي چې له کرونا ویروس سره مبارزه وکړي.

د دوشنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو پروګرامونو اجرائیوي رئیس مایک راین د اکسفورډ پوهنتون له‌خوا د کرونا ضد واکسین تطبیق یو مهم پرمختګ وباله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب