Homeخبرونهپاکستان وايي، له افغانستان سره یې ټولې لارې پرانیستي دي

پاکستان وايي، له افغانستان سره یې ټولې لارې پرانیستي دي

تاند(شنبه، د اسد۴) د افغانستان لپاره د پاکستان د صدراعظم ځانګړي استازي محمد صادق نن وویل، چې پر ډویورنډ کرښه ټولې ۵ لارې په وروستیو ورځو کې پرانیستل شوي او د سوداګري مالونو کانتینر پرې تګ راتګ کوي.

د پاکستاني اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، محمد صادق خان پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، د تورخم، غلام خان، سپین بولدک- چمن، انګور اډه او خرلاچۍ لارې اوس پرانیستي دي او تګ راتګ پرې کېږي.

ده همداراز وویل چې حکومت یې هڅه کوي چې په ګمرکونو کې د تجارتي مالونو د محصول اجراات چټک شي او سوداګر ستونزې ونه لري.

پاکستان هر څه موده وروسته په یوه نه یوه پلمه د افغان سوداګرو پر مخ خپلې لارې بندوي چې له کبله یې افغان سوداګر هر کال سلګونه ملیون ډالر تاوان کوي.

خو له کله چې افغانستان د چاه بهار، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان ترانزیتي لارې فعالې کړي، پاکستان د پخوا په پرتله د افغان سوداګرو د مالونو په وړاندې خنډونه کم کړي دي. دې هیواد په وروستیو ورځو کې هند ته د افغانستان د سوداګري مالونو پرمخ هم خپله پوله پرانیسته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...