شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: القاعده شبکه د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت کوي

ملګري ملتونه: القاعده شبکه د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت کوي

تاند(شنبه، د اسد ۴) د ملګرو ملتونو د بندیزونو څار خپلواک کتونکي په یوه نوي راپور کې وايي چې القاعده د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې په پټه کار کوي او ددغه شبکې مشر هم  په افغانستان دی.

د راپور د یوې برخې په وینا، ایمن الظواهري په افغانستان کې د القاعده شبکې مشر دی او د دې شبکې د جنګیالیو شمېر له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ تنو پورې رسیږي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د پاکستاني ترهګرو ټولټال شمیر له ۶۰۰۰ څخه تر ۶۵۰۰ اټکل شوی ، چې ډیری یې د تحریک طالبان پاکستان دي او دواړه هیوادونه تر ګواښ لاندې دي

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار سازمان څخه خپلواکو کتونکو په راپور کې ویلي چې د القاعدې مشرتابه له حقاني شبکې سره نژدې اړیکې ساتلې وې، او د همدې کال په فبرورۍ کې، د القاعدې مشر ایمن الظواهري او یحیی حقاني د شبکې لوړ پوړي غړي و دواړو له یو بل سره ملاقات کړی و.

راپور زیاتوي چې د هند په کې د القاعدې څانګه د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي.

د متحده ایالاتو او طالبانو د سولې تړون پراساس، دې ډلې ژمنه کړې وه چې له القاعدې او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کړي.

1 COMMENT

  1. کیدایشی دغه راپور پنجابستان ملګرو ملتونو ته ورکړی وی. دغه ورانکاری ټول د ای اس ای دفتر شاوخوا ګرځی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب