Homeخبرونههسپانیا د کورونا ویروس له ویرې شپني کلبونه بیا وتړل

هسپانیا د کورونا ویروس له ویرې شپني کلبونه بیا وتړل

تاند ( شنبه، د اسد ۴) د راپورونو له مخې هسپانیا کې د کورونا دویمه څپه پيل شوې ده.

د هسپانیا د کاتلونیا ایالت سیمه ییز دولت بیاځلي د کورونا وبا د مثبتو پېښو تر ډېرېدو وروسته د دغه ایالت ټول شپني کلبونه تړلي دي.

د راپورونو له مخې، د کاتلونیا ایالت سیمه ییز دولت ویلي، چې ټول شپني کلبونه او د راټولېدو نور ځایونه به تر راتلونکو دوو اونیو پورې تړلي وي.

هسپانیا کې د کورونا ویروس پراختیا مخنیوي په موخه لګول شوي بندیزونه یوه میاشت مخکې لرې شول خو اوس ویل کېږي، چې په دغه هېواد کې دا وبا بیا په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده.

بل لورته بیا سپینې ماڼۍ د کورونا وبا د پراختیا له احتمالي ګواښونو سره سره د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی دی.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي مسوول ویلي، که چېرته دا ثابته هم شي چې ماشومان کورونا ویروس لېږدولی شي، نور باید په امریکا کې ښوونځي پرانیستل شي.

د سپینې ماڼۍ دې څرګندونو امریکا کې پراخ غبرګونونه هم راپورته کړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...