شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهرحمت الله نبیل: افغانان نه د طالبانو لنډ او تنګ امارت غواړي...

رحمت الله نبیل: افغانان نه د طالبانو لنډ او تنګ امارت غواړي او نه اوسنی په نوم جمهوریت

تاند (شنبه، د اسد ۴) د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وايي په ډيورنډ کرښه معامله شوې چې حکومت پرې ځیني امتیازونه اخیستي دي.

ښاغلي نبیل چې نن یې په کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل که چېرته حکومت پر ډيورنډ کرښه معامله نه وي کړي نو ولې د اغزن تار په اړه خلکو ته اړین وضاحت نه ورکوي.

نوموړي وویل د ډیورنډ سربېره پاکستان اوس په حکومتي مقررینو کې دخیل شوی دی.

که څه هم هغه د سولې پروسې په رابطه د کوم چا یا هیواد نوم وانه خیست خو ویې ویل چې له سولې ځیني اشخاص سیاسي او اقتصادي ګټې پورته کوي او غواړي دغه پروسه په یوه نه یوه بهانه له خنډ او ځند سره مخامخ کړي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل پر سوله معامله چاته د زغملو نه ده او هیڅ افغان نه شي کولی د سولې مخالفت وکړي.

د ملي امنیت پخواني رئیس زیاته کړه، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تر هوکړې شپږ میاشتې وروسته د الکساندر بنات په نامه د زلمي خلیلزاد یو زوی د هغې کمپنۍ د رییس په توګه ټاکل کېږي چې د معادنونو کار کوي او کمپنۍ ۴۰ میلیارد ډالره سرمایه لري.

د نبیل په خبره پاکستان د داعش په نامه ۶ ډلې یو ځاي کړي دي څو له روسیې څخه د طالبانو په نامه د ځان لپاره امتیازات واخلي.

نوموړي دا هم روښانه کړه چې د خلکو او دولت تر منځ د پیدا شوي واټن له امله ملي اجماع ضعیفه شوې ده او په خبره یې افغان ولس نه د طالبانو هغه لنډ او تنګ امارت غواړي او نه اوسنی په نوم جمهوریت.

2 COMMENTS

  1. نبیل صاحب: خپل نوم دې هم د هغو ډلو په لست کې وليکه چې خلک يې نه غواړي، او کرکه ځینې لري. په خدای چې خلک له تاسو ابن الوقت، فرصت طلب، جا طلبه، په ځان مينو، او خالي فکرو سیاسیونو له نظرياتو او اعمالو څخه پوزې ته راغلي دي. که دا سبا کوم لوړ مقام درکړ شي، بیا به لکه بلبل د همدې ولسمشر او دولت لپاره شعرونه او ترانې وایې. خلک اوس تاسې ټول پېژنې. که تاسو ته څه نه وايي او چپه خوله ناست دي ددې معنی نه لري چې احمقان دي او د هېواد په حالت خبر نه دي. د خدای لپاره د قدرت لپاره نه، د خلکو د آرامۍ لپاره او ددې وطن د ابادۍ لپاره سره خپل اعمال او فکرونه سره یو کړئ. مخالفت باید سالم او د وطن د صلاح او ښېګنې لپاره وي. نور تاسې، ستاسو وجدان، دا مظلوم ملت، د افغانستان راتلونکی او خدای. هیله ده چې خپه نه شې.

  2. هغه چې ستاسو په لاس کې دی هغه مو چېرته خوندي کړ چې د هغې دعوه لری چې خلک ېې د هغوی پارلمان کې ناست دي او په ټاکنو کې ېې برخه اخلي ، چور او چپاول مو په کې شروع کړی همدغه خپل مو وساتی ډېره ده !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب