تر ټولو اړينه او بنسټيزه خبره دا ده چې بايد د هر ناروغ درملنه د ناروغ له ځانګړتياو سره سمه وشي. د خپګان درملنه په دې مانا نه ده چې هر ناروغ دې خامخا درمل وخوري. بله دا چې که چېرې کوم څوک په کومو درملو روغ شي او يا روغ نه شي مانا دا نه ده چې د نورو خلکو ځان به هم همداسی ټيک په ټيکه يا ورته غبرګون ښکاره کوي.
په خواشېنۍ سره د وروسته پاتو ټولنو يوه ستونزه دا هم ده چې وګړي يې په خپل سر د ځاني تجربو پر بنسټ يو بل ته د درملو سپارښتنې کوي چې په اصل کې د ناروغۍ د لا اوږدېدو او ژورېدو لامل کېږي.
دا کړنه په خپله هم د ناپوهې او د ځينو رواني ناروغيو يوه نښه ګڼل کېږي. بله د زده کړې خبره دا ده چې خپګان يوه رواني ناروغي ده کوم لېونتوب نه دی او دا چې د لېونتوب په نوم اصلا کومه رواني ناروغي نه شته، نو په کار ده چې د خپګان له ناروغ او نورو رواني ناروغانو سره په ډېره خواخوږۍ او پوهاوي چلند وشي.
تر ټولو ښه درملنه د ناروغۍ مخنيوې وي، مانا دا چې انسان بايد داسې څيزونه او کړنې وکړي چې په پايله کې يې د ناروغۍ شونتيا له منځه لاړه شي.
د دغو کړنو او تګلارو ډيرې برخه د انسان په خپل لاس او کنترول کې دي او د ورځني ژوند د مهالوېش پوره بنسټيزه برخه جوړوي.
هغه خبره چې وخت د ډېرو ستونزو دوا ده هم تر ډېره رښتيا ده، مانا دا چې خپګان ډېری مهال په خپله ښه کېږي او د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي.
ځينې لاندېنۍ سپارښتنې تر ډېره د ناروغۍ په مخنيوي او روغولو کې کارېږي او بايد په غور سره ولوستل شي او هيڅ يوه سپارښتنه بابيزه و نه ګڼل شي.
خواړه-
تل ښه خواړه وخورئ او په خوړلو کې د افراط او تفريط څخه ځان وساتئ. که خواړو ته مو زړه نه کېږي نو لږ تر لږه يو څه نا څه خوړلو باندې پېل وکړئ. زموږ ځان انرژي او ډيرو ويټامينونو ته اړتيا لري چې په نشتون کې يې زموږ روغتيايې حالت لا خربېږي. ډيری مهال خوشې په خوشې ستوماني اوهم د ځان دردونه د ښو خواړو د نه خوړلو له امله وي.
خوب-
خوب د انسان د رواني روغۍا لپاره ډېر اړين دی، چې بايد ورته تل مدام پام وشي او هيڅکله بابيزه و نه ګڼل شي. هره ورځ پر يو ټاکلي وخت ويده کېدل او۷ تر ۹ ساعته خوب کول زموږ د ځان او روان طبیعي اړتيا ده.
ډېر څيزونه شته چې له ښه خوب کولو سره مرسته کوي لکه د کتاب لوستل،يا په تړمو- تودو اوبو ځان پريمينځل او داسی نور…
که چيرې بيا مو هم خوب ګډوډ وي (مانا دا چې دشپې خوب نه درځي، يا څو ځله پرله پسې راويښېږئ اويا سهار وخته له خوبه راويښېږئ) نو په داسې حالتونو کې ورته درملنه په کار وي، چې بايد د ډاکتر د سپارښتنې لاندې وشي.
سپورت-
ورزش کول او ځان فعال ساتل د روغتيا بنسټيزې اړتياوې دي. که نور څه مو له لاسه نه کېږي نو لږ تر لږه پلي وګرځئ او د ورځی يو ساعت ګرځېدل مو عادت کړئ.
نشه یي توکي-
د سګرېټو، چرسو او نورو ورته نشه يي توکو د څکولو او هم د شرابو د څښلو نه په کلکه ډډه وکړئ . دا څيزونه د فزيکي او رواني روږدېدو لامل کېږي چې دا بيا په خپل وار رواني ناروغي رامنځته کوي او يا يې د روغېدلو مخه نيسي.
ځان پېژندنه-
له خپل ځان څخه لوړې او بېځايه غوښتنې او تمې په کار نه دي، ښه دا ده چې له خپلې بړستنې سره سمې پښې وغځول شي. زړه مو ډاده کړئ او د ټولو هغو اندېښنو چې تاسو پورې هېڅ اړه نه لري ځان بېخبره او لرې وساتئ.
هر وخت کوښښ وکړئ چې هيلمن واوسئ او هر څه ته د خېر او برکت په سترګه وګورئ. پر تېرو غلطيو او کړنو خپله انرژي او وخت مه ضايع کوئ او هم د ډېرې ملامتۍ احساس کومې ځانګړې ګټې نه لري.
د نن ژوند د پرون او د سبا تر ممکنه ژوند څخه ډېر اړين دی او ورته ډېر ارزښت ورکړئ. ټولو ستونزو سره په يوه ورځ غېږنيونه (پهلواني) په کار نه ده، بايد غټې ستونزې په وړو برخو وويشل شي نو بيا اسانه حلېږي (غر هم له ځايه ښوري، که لومړی وړه وړه تېږه شي). له خپلوانو او ملګرو څخه مرسته غوښتل د کمزورۍ نه، بلکې د هوښيارۍ نښه ده. هر يو کار ته په يوازې ځان اړم کېدل په کار نه وي.
د نورو پېژندنه-
د خپلې کورنۍ له غړو سره بې له قيد او شرطه مينه وکړئ، کوښښ وکړئ چې ټولنيز اوسئ او د ملګرو په خوښولو او پېژندنه کې ډېر هوښيار (د سختو ورځو لپاره ازمويل شوي ملګري پيدا کړئ). غمونه، اندېښنې او خپګان مو يوازې له هغه چا سره شريک کړئ چې ستاسو لپاره د پوره باور وړ وي.
که خدای غوښتل په بله ليکنه کې د درملنې دويمه برخه