پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهکورونا تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ هېوادوال وژلي دي

کورونا تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ هېوادوال وژلي دي

تاند، پنجشنبه، د سرطان ۵مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو۲۴ ساعتونوکې د کورونا د ۴۶۰ پېښو په ثبت افغانستان کې په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۳۰ زرو واوښت.

وزارت وايي، له تازه ۴۶۰ پېښو یې ۱۶۶ پېښې په کابل، ۶۹ پېښې په پکتیا، ۵۹ په هرات، ۳۸په تخار، ۲۹ په دایکنډي، ۲۵ په کاپیسا، ۲۴ په کندوز او ۱۸ په بغلان کې ثبت شوې دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې ۷ پېښې په بدخشان، ۵ په ننګرهار، ۳ په بامیان، ۲ په کونړ خو په لوګر اولغمان کې یوه یوه پېښه ثبتشوې ده چې ورسره ټولې مثبتې پېښې ۳۰زره ۱۷۵ته ورسېدې.
د وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ هېوادوال له کورونا مړه شوي چې دمړو شمېر ورسره ۶۷۵ ته ورسېد خو ۳۰۵ تنه ترې روغ شوي چې ورسره د روغو شویو کسانو شمېر ۱۰ زره او ۱۷۴ ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې کورونا خپل اوج ته رسېدلې او اوس په افغانستان کې یې پېښې په کمېدو دي.

دغې ناروغۍ افغانستان ته د هوايي چلن عایداتو کې ۲۰ میلیونه ډالر او په ځمکنیو تجاراتي عایداتو کې ۲۰ میلیارده افغانۍ تاوان اړولی دی، همدا راز سوداګر ادعا کوي چې دوی هم یو نیم میلیارد ډالر تاوان کړی، خو نړیوال بانک وايي افغانستان به سږ کال د کورونا له کبله منفي صفر اعشاریه ۵ سلنه وده ولري، چې دا به په ۱۹ کلونو کې ساری ونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب